روزنامه هیواد

د سلما بند اوبه د کروندو د خړوبولو لپاره خوشې شوې

د افغانستان د اوبو او برېښنا سرپرست وزىر وایی: د سلما بند اوبه د کروندو د خړوبولو لپاره خوشې شوې.د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت وایی: په هرات کې د سلما بند ذخىره شوې اوبه د ىوه ټاکلی پروګرام له مخې د نږدې ولسوالىو د کروندو د خړوبولو لپاره خوشې شوې دی.د اوبو او برېښنا سرپرست وزىر انجنىر محمد ګل خلمی د سلواغې په  ۳ مه آزادۍ راډىو ته وىلی، د سلما له بنده د برېښنا د تولىد تر څنګ غواړو، چې د بزګرو او باغ لرونکو ستونزې هم په پام کې ونىسو او د اوبو د کمښت ستونزه‌ىې هواره کړو.ده ووىل: (( د غورىانو اوسېدونکو ،چې د زعفرانو د کښت او مالدارۍ لپاره د اوبو غوښتنه کړې، موږ شااوخوا ۳۵ مىلىونه متر مکعبه اوبه لرو او همدغسې ورځې ته مو ذخىره کړې وی، اوس مو خوشې کړې اوبه غورىانو ته روانې دی، د اوبو اندازه زىاته ده او کله چې غورىانو ولسوالۍ ته ورسېږی، مدىرىت به‌ىې کړو.))ښاغلی خلمی ووىل: دغه بند ته په هره ثانىه کې ۵ متر مکعبه اوبه راځی او وتوانېدو ،چې د غورىانو ولسوالۍ ته په هره ثانىه کې ۱۸ متره مکعبه اوبه ورکړو.د سلما بند د افغانستان په لوېدىځ کې د هرىرود او مرغاب د درىایی حوزې تر ټولو لوى او مهم بند دى.د سلما د اوبو او برېښنا بند د جوړولو چارې په ۱۹۷۶ مىلادی کال کې پىل شوې وې، خو د پىل کارونه‌‌ یې د ناامنىو له امله تر ۲۰۰۲ مىلادی کال پورې وځنډېدل.د ۲۰۰۲ مىلادی کال وروسته‌ىې د جوړولو چارې بىا پىل شوې او د ۳۰۰ مىلىونه ډالرو په مالی لګښت د ۱۳۹۵ لمرىز کال په جوزا مىاشت کې بشپړ او ګټې اخىستنې ته وسپارل شو.افغان امنىتی ځواکونو پخوا تر دې وىلی وو، چې وسله‌والو مخالفىنو ډېر ځله په وسله‌والو برىدونو د دغه بند د جوړېدو مخه نىولې، خو له امنىتی ستونزو سره سره بشپړ شو.د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان ډېرى اوبه د بندونو د کموالی له امله تر ډېره حده ګاونډىو هېوادونو ته بهېږی.د ىاد وزارت مسوولىن وایی: په هېواد کې د بندونو د جوړولو لپاره پلانونه ترتىب شوی ،چې ځىنې د ودانېدو په حال کې دی او د ځىنو مطالعه او سروې روانه ده.د دوى په خبره، په نوىو جوړېدونکو بندونو کې شاه و عروس، دهنې دره، مچلغو، کمال خان، پاشدان او دهله شامل دی.کار پوهان د اوبو او برېښنا د وزارت دغه اقدام ستایی او وایی ، چې د افغانستان د اقتصادی ودې تر ټولو آسانه لاره د کرنې پراختىا ده او حکومت ته په‌کار ده ، چې کرنىزو مځکو ته د اوبو رسولو سىستمونه جوړ کړی.د دغو کارپوهانو له ډلې غلام رسول صمدی وایی:(( اقتصاد پر زراعت ولاړ دى، د هېواد له ۶۰ سلنو ډېر خلک په کرنه بوخت دی، بندونه کولاى شی چې د مځکې لاندې اوبه هم تغذىه کړی، دولت کولاى شی چې پخوانی بندونه ورغوی او نوی هم جوړ کړی، دا بندونه د اقتصاد، پرمختګ او حتى د سولې لپاره ضروری دی  اوبه له برېښنا هم مهمې دی.))د افغانستان د بندونو د جوړولو پلانونه د ځىنو ګاونډىو هېوادونو له غبرګون سره مخ شوی او وىلی ىې دی چې که په افغانستان کې د اوبو بندونه جوړ شی، پر دوى به اوبه کمې او له ستونزو سره به مخ شی، خو ولسمشر محمد اشرف غنی د افغان حکومت په لومړىو کې په غوڅه وىلی، چې په هېواد کې به د اوبو او برېښنا ۲۶ لوى بندونه جوړ کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید