روزنامه هیواد

د سلطان محمود غزنوی د مقبرې د ویجاړولو هڅه ناکامه شوې

د غزنی چارواکی وایی: د دولت د وسله والو مخالفانو له لوری د هېواد د مشهور امپراتور سلطان محمود غزنوی په مقبره کې د چاودنو هڅه ناکامه شوه.د غزنی د والی ویندوی عارف نوری پرون وویل: د دولت وسله والو مخالفانو سهار وختی (۵ بجې) غوښتل،  چې د غزنی ښار په شمالی څنډه کې د روضې په کلی کې د سلطان محمود غزنوی په زیارت کې ماینونه کېږدی، خو یو ماین پر طالبانو وچاودېده چې په نتیجه کې یې یو طالب ووژل شو او بل ټپی شو.په وروستیو کې د غزنی په څو تاریخی زیارتونو کې بمی چاودنې شوی او د هغو تاریخی ودانۍ نړول شوی دی.د سیمې ځینې اوسېدونکی وایی،  چې اکثره طالبان له زیارتونو او تاریخی ودانیو سره مخالفت نه لری ، خو د دوی په منځ کې سلفی یا وهابی عناصر او  همداراز د پاکستان له لوری استخدام شوی کسان هم شته ، چې دا ډول حملې کوی.طالبانو پر کابل د شپږ کلنې واکمنۍ په موده کې د بامیان تاریخی مجسمې او دغه راز د کابل موزیم ګڼ تاریخی او ارزښتناک اثار ویجاړ کړل.

ممکن است شما دوست داشته باشید