روزنامه هیواد

د سعودی په کوربتوب د ښځینه لوبغاړو سیالۍ پیلېږی

د رسنیو د راپورونو له مخې، سعودی عربستان کې د ښځینه لوبغاړو د یو لړ لوبو سیالۍ پیلېږی.د سعودی عربستان حکومت ویلی، چې په هغه هېواد کې به د یوې اوونۍ لپاره د ښځینه لوبغاړو د یو لړ لوبو سیالۍ تر سره شی چې دا به یو نړیوال ټورنمېنټ وی.سرچینې زیاته کړې د ښځینه لوبغاړو د سیالیو دا ټورنمېنټ دوه پړاوونه لری ،چې بېلا بېلو لوبو سیالۍ په کې تر سره کېږی.دغو لوبو ته له اروپا او د نړۍ له یو شمېر نورو هېوادونو هم ښځینه لوبغاړې وربلل شوی او ورغلې دی.د سعودی عربستان حکومت ویلی ، چې د لوبو دا سیالۍ به د روغتیایی تدابیرو په پام کې نیولو سره تر سره شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید