روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د سعودی د تېلو پر تاسیساتو د حملې کړکېچ سوله ییز حل غواړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د ایران په اړه ویلی ،چې دوی غواړی چې هغه لانجه چې د سعودی عربستان د تېلو پر تاسیساتو د وروستۍ حملې له امله را پیدا شوې، په سوله ییز ډول حل شی.د سعودی د تېلو پر تاسیساتو د سپټمبر په ۱۴ مه حملې وشوې چې دې مسئلې په سیمه کې کړکېچ په بې ساری ډول زیات کړى.مایک پامپیو په سعودی عربستان او عرب اماراتو کې له خپلو متحدانو سره تر کتنې وروسته وړمه ورځ وویل، چې په سیمه کې په بې ساری ډول کلک اتفاق پر دې دی، چې د سعودی پر تاسیساتو حمله ایران کړې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید