روزنامه هیواد

د سرې میاشتې فعالیتونه په ناامنو سیمو کې بیا پیلېږی

د افغانی سرې میاشتې ټولنه وایی، چې په تېر کال کې یې د طالبانو ۵۳۸ جسدونه د هغوی کورنیو ته سپارلی.د سرې میاشتې د ټولنې سکرتر جنراله نېلاب مبارز د سه شنبې په ورځ د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال غورځنګ ورځ په نمانځغونډه کې وویل، چې تېر کال کې د افغان ځواکونو او طالبانو ۱۱۱۴ جسدونه د هغوی کورنیو ته سپارلی.مېرمن مبارز وایی: په تېر کال کې یې د زندانیانو او د هغوی د کورنیو ترمنځ ۳۰۰۰ پیغامونه تبادله کړی.مېرمن مبارز وایی:  (( د اجسادو انتقال دواړو لورو ته شوی، ۱۱۱۴ جسدونه د دوی کورنیو ته انتقال شوی. ۵۷۶ جسدونه د دولتی امنیتی ځواکونو پورې مربوط وو او ۵۳۸ جسدونه مخالفینو پورې تړلی وو))په ورته وخت کې په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې مشر وایی، چې د ( می ۵) په قطر کې له طالبانو سره خبرې کړی او ژر به د طالبانو تر کنټرول او نفوذ لاندې سیمو کې د دوی فعالیتونه بېرته له سره پیل شی.د ۲۰۱۹ م کال د (اپریل ۱۲) د سره صلیب کمېټې د طالبانو د ګواښونو له کبله خپل فعالیتونه بند کړل او لا تر اوسه یې فعالیتونه بند دی.په افغانستان کې د سره صلیب یا اى سی آر سى مشر خوان پدرو شیخر امریکا غږ ته ویلی، چې څو ورځې وړاندې یې په دوحه کې د طالبانو سیاسی دفتر سره لیدلی او هغوی ته یې د سره صلیب د خپلواکۍ ویلی.د ښاغلی شیخر پر وینا طالبانو یې پیغام اوریدلی او ښایی ژر به د سره صلیب فعالیتونه د دوی تر نفوذ لاندې سیمو کې پیل شی.ښاغلی خوان پدرو شیخر وایی: (( تمه لرو، چې دا بندیزونه ژر له منځه یوړل شی. تر اوسه دا بندیزونه لا په خپل ځای دی او د دوی تصمیم نه دی بدل شوی‪))، خو سره صلیب وایی: یوولس دفترونه او اووه روغتیایی مرکزونه یې فعال دی.د سره صلیب کمېټه وایی، چې د طالبانو تر نفوذ لاندې سیمو کې د وژل شوو د جسدونو انتقال او زندانیانو سره د هغوی د کورنیو لړۍ هم درېدلې ده.ښاغلی خوان پدرو شیخر وایی: ((کوم پروګرام چې موږ یې د افغانی سرې میاشتې له لارې تطبیقوو او د جګړو له سیمو د جنګیالیو، عساکرو او د امنیتی سرتېرو د شهیدانو شویو جسدونو انتقال د دوی کورنیو ته تراوسه ځنډیدلى دى. تمه ده چې ژر بېرته پیل شی، له زندانیانو سره د هغوی د کورنیو د غړو د لیدنې پروګرام هم محدود شوی دی‪)) د سره صلیب کمېټه په داسې وخت کې د خپل فعالیت په هکله څرګندونې کړی چې افغانستان لا هم سختې خونړۍ جګړې ځپی. دوی له ښکیلو جنګی غاړو غوښتئ، چې جګړه ودروی او نور خلک قربانی نه کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید