روزنامه هیواد

د سره صلیب د ارتوپیدۍ مرکزونو ته له۱۰ تر ۱۲ زرو معلولین مراجعه کوی

په افغانستان کې د سره صلىب کمېټه واىی: هر کال ىوازې د جنګ جګړو له امله د دغې ادارې د ارتوپىدۍ مرکزونو ته ۱۵۰۰ معلولىن مراجعه کوی.په افغانستان کې د سره صلىب کمېټې مسوولىن وایی: په وروستىو کې په دې هېواد کې د جنګ جګړو له امله د معلولىنو په شمېر کې زىاتوالى راغلى.په کابل کې د سره صلىب د نړىوالې کمېټې استازی کان پډرو د چهارشنبې په ورځ د همدغې کمېټې د ارتوپیدۍ مرکزونو د ۳۰ کلنو فعالىتونو په نمانځغونډه کې ووىل، چې د دوى د فعالىت په ۳۰ کلنه موده کې شااوخوا ۲۰۰ زره معلولىت لرونکو کسانو د ارتوپىدۍ مرکزونو ته مراجعه کړې ،چې د معلولىت لاملونه ‌ىې بېلابېل دی.دى واىی: (( تر دې مهاله د افغانستان په اوو ولاىتونو کې زموږ اړوند د ارتوپىدۍ په اووه مرکزونو کې ۱۸۰ زره کسان ثبت شوی، هر کال له ۱۰ نه تر ۱۲ زره کسان دلته ځانونه راجستر کوی، له دغه شمېره بىا ۱۵۰۰ کسان په جنګ او انتحار پورې اړه لری.))ښاغلی پډرو په تېر ۲۰۱۸  مىلادی کال کې په افغانستان کې د جګړې پر زىاتوالی او د چاودنو او جګړې له کبله د ملکی تلفاتو د کچې پر لوړوالی هم اندېښنه وښوده.تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سىاسی دفتر ىا ىوناما راپور ورکړى و ،چې په تېر ۲۰۱۸ مىلادی کال کې په افغانستان کې د امنىتی پېښو او جګړو له امله له څلورو زرو زىاتو ملکی وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.د ګارډین ورځپاڼې د راپور پر اساس بىا په ۲۰۱۷ مىلادی کال کې د بمی چاودنو او جنګ جګړو له کبله ۳۱۱۹ ملکی کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.د سره صلىب د نړىوالې کمېټې د کابل دفتر د معلوماتو له مخې ، چې دوى په تېر ىو کال کې تر ۲۰۰ زره مصنوعی غړی، ۲۰ زره ولچرونه او ۱۸ زره لکړې جوړې او معلولىنو ته ‌ىې ورکړی چې له دوى سره په فزىکی فعالىتونو کې مرسته وکړاى شی.په ورته وخت کې د عامې روغتىا وزىر فىروز الدىن فىروز، چې په دې غونډه کې یې برخه اخىستې وه، ووىل، چې د هېواد په کچه د ارتوپىدۍ ۲۲ مرکزونه شته، چې اووه‌ ىې د سره صلىب کمېټې او پاتې نور ىې د عامې روغتىا وزارت او نورو نړىوالو بنسټونو اړوند دی.نوموړی زىاته کړه: (( له ۴ تر ۵ سلنه د افغانستان نفوس معلول دى، چې دا معلولىت نه‌ىوازې د جنګ جګړو، بلکې د ترافىکی پېښو ،چې تر چاودنو هم زىات تلفات اړوی، دى او همداراز د ولادی او ځىنو نورو ستونزو له کبله هم رامنځته کېږی.))د عامې روغتىا وزىر اندېښنه وښوده ،چې په افغانستان کې له معلولىنو سره ناسم او تبعىضی چلند کېږی او ټىنګار ىې وکړ چې د دغه نامناسب چلند پر ځاى دې له معلولىنو سره مرسته او د دوى ملاتړ دې وشی ،چې په ټولنه کې خپله فعاله ونډه ترسره کړی.  فېروزه عزىزی

ممکن است شما دوست داشته باشید