روزنامه هیواد

د ستندرد او معیاری تولیداتو لپاره هلې ځلې غښتلې شوی دی

دافغانستان دصنایعو او کانونو دخونې عامل هیئت رییس ښاغلی رحیم الله (( سمندر)) دهېواد ورځپاڼې دخبریال ددې پوښتنې په  ځواب کې، چې دفابریکو دتولیداتو دستنډرډ اومعیاری  کولو  لپاره کوم فعالیتونه ترسره شوی دی؟ داسې وویل: کارګران او دفابریکو خاوندان هڅه کوی چې په خپلو فابریکو کې هغه توکی تولید کړی چې دښه کیفیت لرونکی وی اوپه آسانۍ سره دسیمې دهېوادونو دفابریکو له تولیداتو سره سیالی وکړای شی. په دې برخه کې موږ له اړوندو ادارو سره په همغږۍ کې ځانګړی پلانونه ترلاس لاندې نیولی دی. دصنایعو اوکانونو خونه په دې اند ده چې دتوکو دښه کیفیت لپاره تجربه لرونکی اوپه کارپوه کسان، نظرونه او وړاندیزونه سره شریک کړای شی، چې څرنګه د افغانی فابریکو تولیدات ستندرد اومعیاری شی؟ په دې وروستیو کې چې کوم  تړون د ښار جوړولو له وزارت سره لاسلیک شوی په هغه کې یو شمېر مواد شامل دی، چې څنګه کولی شو دافغانستان تولیدات ستندرد او معیاری  کړو؟ دنورم او  ستندرد د ادارې له خوا دغه مواد باید چک شی،  چې دکیفیت په لوړولوکې له موږ سره مرسته  وکړی. موږ دصنایعو اوکانونو  خونې ته  سپارښتنه اوتوصیه کوو  ، چې په دې  تړاو  مجلسونه دایر شی او دستندرد اومعیاری کېدو مسئله ورته تشریح شی په دې تړاو زموږ ارزونه او څېړنه پیل شوې ده ، له مالیې وزارت سره  هم  زموږ غونډې اوبحثونه شوی او تریوه بریده دغه کار پرمخ تللی  دی .

موږ هم له معیاری اوستندردو تولیداتو څخه له نږدې لیدنه وکړه او په دې ټړاو لازمې لارښوونې وشوې چې په تولید کې د ستندرد معیارعملی شی. هڅه وشوه کوم توکی ، چې تولېدېږی، په هغه  کې باید ټول اصول او معیارونه په پام کې ونیول  شی چې د ګاونډیو هېوادونو له تولیداتو سره ښه سیالی وکړای شی  . په  دې برخه کې  هڅې روانې دی  ، خو دا کارډېروخت ته اړتیا لری  چې ترکار لاندې دی  .

ښاغلی سمندر ددې پوښتنې په  ځواب کې ، چې د هېواد دلاسی  صنایعو د فعالیت څنګه پرمخ درومی؟

څرګنده کړه: په ټولیزه  توګه هرسکتور ته واک او  ځانګړی  صلاحیتونه ورکړ شوی او په دې برخه کې یې ستونزې او  وړاندیزونه ارزول کېږی. دغه راز دسکتور دکاری انسجام لپاره موږ سکتوری کمېټې جوړې کړی دی. یوه له سکتوری کمېټو دلاسی صنایعو کمېټه ده. زموږ هڅه او هاند دوام لری اوپه دې برخه کې  ډېرهمکاران فعالیت لری هغوی باید دیادې شوې کمېټې غړیتوب ترلاسه کړی. دوی په خپلو منځوکې ټاکنې ترسره کوی او د یادې شوې کمېټې لپاره منشی  او رییس ټاکی چې ټولې اړوندې چارې  دکمېټې  له خوا پرمخ  یووړل شی.  دیوه میکانیزم دجوړولو  لپاره هلې ځلې کوو،  چې پنځه کلن پلان جوړ کړای شی،  چې ددغه پلان له مخې صنعتی کارونه پرمختګ وکړی. موږ هڅه کړې ، چې سکتوری کمېټې جوړې او غوښتنې یې واورو او  دفابریکو تولیدات نندارتونو ته وړاندې کړو، ځینې  نندارتونونه  چې په ولایتونو کې جوړېږی هلته هم  دفابریکو  تولیدات وړاندې  کېږی.

په دې وروستیو کې په هرات کې دلاسی صنایعو نندارتون پرانیستل شو. په  دغه نندارتون کې  له تولید شویو اقلامو یو قلم لاسی صنایع شتون درلود وو د روان کال په پیل کې دننګرهار  په ولایت کې هم نندارتون پرانیستل شو.

ښاغلی ((سمندر)) زیاته کړه: په ټوله نړۍ کې دګرځندوی  د ودې یو لامل د لاسی  صنایعو شتون دی، چې دګرځندویانو پاملرنه یې ځانته
ور اړولې ده                 محبوب- هېواد

ممکن است شما دوست داشته باشید