روزنامه هیواد

د ساری ناروغیو د مخنیوی لپاره د پوهاوی تړون لاسلیک شو

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له عامې روغتیاوزارت سره د ساری ناروغیو د خطر د مخنیوی لپاره د عامه افکارو د روښانه کولو تړون لاسلیک کړ، دا تړون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو د معیـین سید فاضل سانچارکی او د عامې روغتیا د وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز له خوا د اجرائیه رییس ښاغلی ډاکټر عبدالله عبدالله په حضور کې لاسلیک شو، د دغه تړون له مخې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ژمن دی، چې د دولتی رسنیو ( دولتی ورځپاڼو، ملی راډیو تلوېزیون ) او نورو همکارو رسنیو له لارې به د ساری ناروغیو د مخنیوی لپاره تبلیغات کوی او په دې توګه به د ساری ناروغیو د مخنیوی او د هغو د ضرونو په اړه عامه اذهان روښانوی. لکه د فلج یا پولیو، پرمخدرو موادو روږدېدنه، اچ ای وی او نور امراض. د عامې روغتیا وزیر په دې اړه د اطلاعاتو او فرهنګ د خپرونو چارو له معیـین ښاغلی سانچارکی څخه مننه وکړه، چې د ساری ناروغۍ له اضرارو د ولس په خبراوی کې عمده او مهم رول لوبوی او تبلیغاتی مرسته کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید