روزنامه هیواد

د سارک سازمان غړو هېوادونو له بین الافغانی مذاکراتو هرکلی کړی

 د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر د ملګرو ملتونو د عمومی غونډې سربېره د سارک سازمان غړو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره غېر رسمی آنلاین غونډه کړې ده.د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې په دې غونډه کې د سارک سازمان غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د روانو بین الافغانی خبرو هرکلی کړی دی.دغه راز په دې ویډیوی غونډه کې د سولې پروسې د بریا لپاره د سیمه ییزې اجماع پر اهمیت هم ټینګار شوی.په خبرپاڼه کې راغلی ،چې حنیف اتمر او د یاد سازمان د غړو هېوادونو وزیرانو په کورونا وبا، د سوداګرۍ برخه کې پر آسانتیاوو او په ځینې نورو موضوعاتو هم خبرې کړی دی.د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلی ،چې ښاغلی اتمر د سیمې له هېوادونو غوښتی څو طالبان بشری اوربند ته وهڅوی او په دې برخه کې د افغان حکومت ملاتړ وکړی.د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر ویلی، بشری اوربند سره به اړوندې دولتی ادارې وکولی شی چې اغېزمن شویو ټولنو ته روغتیایی خدمات ورسوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید