روزنامه هیواد

د زیږون پر مهال د میندو مړینه کمه شوې

د عامې روغتیا وزارت چارواکی وایی: په افغانستان کې د زیږون پر مهال د میندو په مړینه کې د تېرو ۱۷ کلونو پرتله اوس مهال ۷۵ سلنه کموالی راغلی دی. د دغه وزارت مرستیاله ماموسۍ زیور د زیږون پر مهال د میندو په مړینه کې د کموالی یو ستر لامل په افغانستان کې د  قابلو د شمېر زیاتوالی ښیی.د پنجشنبې په ورځ  د قابلو نړیواله ورځ په کابل کې ، چې د افغان حکومت د چارواکو سربېره په کې د یوشمېر مرستندویه ټولنو استازو هم برخه اخیستې وه ونمانځله شوه.د مې پنځمه په نړۍ کې د قابلو د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږی، افغان حکومت او یو شمېر مرستندویه ټولنو دغه ورځ ونمانځله.د عامې روغتیا وزارت وایی، چې دا مهال په افغانستان کې ۱۰ زره قابلې په دولتی روغتونونو او کلینکونو او ۲۰ زره نورې بیا د عامې روغتیا په خصوصی سکتور په کار بوختې دی.د دغه وزارت مالی او اداری مرستیالې ماموسۍ زیور دې غونډې ته وویل: افغانستان په ۲۰۰۵ م کال کې د مور اوماشوم د مړینې له امله په نړۍ کې دوهمه درجه هېواد وه، خو اوس د قابلو او روغتیایی ماهرینو په زیاتېدو سره د مور او ماشوم په مړینه کې د پام وړ کموالی راغلی دی.ماموسۍ زیور وویل : (( په اوس وخت کې په هرو سلو زرو ولادتونو کې ۳۹۶ میندې مړې کېږی، چې دغه شمېره ۱۷ کاله وړاندې ۱۶۰۰ مېرمنو ته رسیده))یو شمیر قابلې وایی: مور او ماشوم ته د ښو خدمتونو د برابرولو لپاره د افغانستان لرو پرتو سیمو ته ځی، خو افغان حکومت ورته د حق الخطر په نامه مالی امتیازات نه ورکوی او نه هم هغه ډول امتیازات چې د دوې لپاره بسنه وکړی ورکوی.د کابل ښار اوسېدونکې قابله برېښنا وردګ په دې اړه وویل : (( موږ د مامورینو او معلمانو په پرتله شپاړس ساعته ډېر کار کوو، زموږ ستف ( پرسونل) لږ دی ، خو ناروغان ډېر دی، دعامې روغتیا وزرات هم په کراتو موږ سره وعده کړې، چې معاشونه مو لوړوو، حق الخطر تاسو ته اجرا کوو او لېسانس قابله ګی تاسو ته زمینه برابروو، خو تر اوسه داسې څه نه دی شوی)) د عامې روغتیا وزارت وایی، چې دا مهال په افغانستان کې ۸،۵۸ سلنه ولادتونه د قابلو او روغتیایی ماهرینو په موجودیت او ۵۴ سلنه نور بیا په روغتیایی مرکزونو کې ترسره کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید