روزنامه هیواد

د زور واکانو د معافیت فرهنګ له فساد سره د مبارزې مخه ډب کړې ده

دافغانستان حکومت په تېرو پنځو کلونوکې دهېواد په قضایی او عدلی ارګانونو او نورو اداروکې له فسادونو سره  دمبارزې دستایلو په برخه کې دافغانستان دبیا رغونې چارو دڅارلو لپاره دامریکا دنړیوالې ادارې ( سیګار) دوروستی خپاره شوی رپوټ هرکلى کړى او پردې یې ټینګار کړى دى چې له دې وروسته به په فسادونوکې له ټولو ښکېلو زور واکانو او نورو جنایتکارانو سره رښتینې او غوڅه مبارزه دوروستی بری تربرېده ورسوی اوله دې لارې به دهېواد ټولې قضایی ، عدلی ، امنیتی او نورې ادارې له فاسدانوڅخه پاکې او  چاڼې کړی ، دقانون واکمنی به پرځلېدو او غوړېدو راولی ،په دى توګه به دیوې ډېرې مهمې اړتیا په توګه دهېواد په ټولو ادارو کې دپوره اصلاحاتو رامنځ ته کولوته لاره پرانیزى او دبېروکراسۍ توره لمنه به دهېواد له ټولو ادارو څخه ټوله کړی. دافغانستان دجمهوری ریاست دویاند دمرستیال دواخان مینه پال له قوله دافغانستان حکومت په تېروپنځو کلونو کې په هېواد کې د نافذو قوانینو دپلی کولواودغه راز دفسادونو درېښو او جرړو دبېخی وچولو لپاره اغېز منې هڅې او دغه راز په اړه یې  بېړنی اوکوټلی اقدامات ترسره کړی او پرمټ یې له قوانینوڅخه دسر غړونو اونور وفسادونو په تورفاسدان په نښه کړی ، نیولی او دسختې جزا لپاره یې دعدالت منګولو ته سپارلی دی ، لکه چې دسیګارپه یاد رپوټ کى هم ورته ګوته نیول شوې اوپه کې ویل شوی دی چې افغان حکومت دروان زېږدېز کال دجون ترمیاشتې پورې له فسادسره دمبارزې په برخه کې له ټولو ۷۶  قضیوڅخه پر۵۷ قضیوعمل کړى دى او پرهغو باندې دڅېړلو په پایله کې یې په فسادونوکې ښکېل فاسدان او زور واکان په نښه کړی ، نیولی او دسختې جزا لپاره یې دقانون منګولو ته سپارلی دی. دسیاسی شنونکو او نورو کار پوهانو په اند که چېرې له فساد سره دمبارزې قضایی او عدلی مرکز ، دپلټنو عالى اداره ، دافغانستان پر اساسى قانون دڅارعالی کمېټه او داسې نورې پلټونکې او څارونکې ادارې له حکومت او خلکو سره دپوره همغږۍ له مخې په هېواد کې له غاصبانو، قانون ماتوونکو ، قوماند انسالارانو، غلو، داړواچوونکو ، لنډ غرو، بدمعاشانو، جنایتکارانو او نورو زور واکانوسره دمبارزې لپاره له خپلې رښتېنې اوغوڅې ارادې څخه اعظمی ګټه پورته کړی اوپه دې برخه کې له پوره جدیت ، قاطعیت او صداقت څخه کار واخلی،نوبیا پردې پوره باور دى چې له امله به یې نه یوازې په هېوادکې اداری فسادونو ته دپاى ټکى کېښودل شى ، بلکې په پایله کې به یې په هېواد کې دقانون واکمنی هم پوره پرځلېدو راشی ، دجمهور رییس په ګډون به دافغانستان ټول خلک قانون پرځان لوړ وبولی، پر روابطو به ضوابطو او پرشخصی مصلحتونو به ملی مصلحتونو ته ترجیح ورکړی ، پر شخصی ګټو به ملی ګټې تل لوړی وبولی اوله دې لارې به دحکومت او خلکو ترمنځ دواټن ستره ستونزه له منځه لاړه شی اوپه هېوادکې به دیوې ښې حکومتولۍ ، دولسی او وګړنی نظام مړاوې ګلان بېرته پرغوړېدو او ځلېدو راشی،

شاولی قرار

ممکن است شما دوست داشته باشید