روزنامه هیواد

د زندانیانو په تبادله کې هم له بشری حقونو سرغړونې کېږی!

افغان حکومت ، ولس او د سولې د لړۍ نړیوالو لوریو په شمول ټول د طالبانو له خوا د زندانیانو له لړۍ راضی نه دی، ځکه طالبانو په دې لوبه کې هم ملکی وګړی کارولی او لکه چې ملکی کسان د جګړې د ډال په توګه کاروی، همداسې اوس هم ملکی وګړی د زندانیانو په تبادله کې کاروی او په بدل کې یې خپل زندانی شوی جنګیالی ازادېږی!؟ دا مسئله وروسته له هغه رسوا شوه، چې طالبانو د خپلو زندانیانو د تبادلې لپاره پر لویو لارو د ملکی وګړیو پر نیولو لاس پورې کړ، دا کسان له امریکا سره د طالبانو د سولې راوستو لپاره تر هوکړې وروسته نیول شوی دی. د ملی امنیت شورا دا مسئله رسنیو ته هم بربنډه کړه او وایی، د طالبانو له لوری د خوشی شویو ۶۰ بندیانو له ډلې یوازې ۱۹یې افغان سرتېری او نور ټول ملکیان دی. دا ۱۹ سرتېری هم د پوځ یا ملی پولیسو او یا هم د ملی امنیت کسان نه، بلکې اربکیان دی! د ملی امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل وایی، طالبانو ټول خوشی کړی کسان یوه میاشت مخکې نیولی وو. خپله نیول شویو کسانو هم رسنیو ته ویلی، چې طالبانو په ناحقه نیولی دی. د دغو ملکی وګړیو د نیولو پر مهال هم دا مسئله بربنډه او د رسنیو له لارې خپره شوه، چې طالبان د دې تبادلې لپاره ملکی خلک نیسی!؟ ښاغلی فیصل هم پرون شنبه په خبری غونډه کې وویل، د طالبانو له لوری په کندهار کې د ۲۰ خوشی شویو بندیانو له ډلې ۱۰ یې د حکومتی ځواکونو کسان او ۱۰ یې ملکیان دی. هغه همدارنګه په لغمان کې د هغو ۴۰ بندیانو د خوشی کېدو په اړه وویل چې له ډلې یې ۹ د امنیتی ځواکونو غړی دی، ۱۰ یې ملکیان دی، ۱۲ هغه پولیس دی چې په خپله طالبانو ته تسلیم شوی وو: ((په دوی کې ۶ تنه ترخیص شوی پولیس دی او دری تنه د زراعت د ریاست ملکی کارکوونکی وو.)) هغه وویل، طالبانو دا خوشی شوی کسان تېره میاشت نیولی وو. لومړی خو د دغو ملکی وګړیو نیول بشری جنایت دی او د بلې اندېښنې خبره  دا ده، چې دا کسان شکنجه یا ربړول شوی هم دی، چې دا بل بشری جنایت دی! په دې اړه جاېد فیصل هم رسنیو ته دا خبره روښانه کړه،چې نیول شوی کسان ربړول شوی وو: (( له سره صلیب څخه غواړو، چې د ټولو اصولو مطابق له طالبانو وغواړی چې د بندیانو له ربړولو لاس واخلی.))  د ولس په استازیتوب د افغان حکومت اندېښنه دا ده، چې طالبان ملکی کسان د خپلو ناوړو موخو لپاره کاروی، نه یوازې د جګړې د ډال په توګه، بلکې دا دی اوس یې د خپلو زندانی  جنګیالیو د تبادلې لپاره په خپلو شکنجه خونو کې بندیانوی او هلته یې ساتلی دی، دا بشری جنایت دی کېږی! له همدې امله له دې تبادلې رضایت نشته، بلکې غوښتنه کوو، چې ملګری ملتونه، نړیواله ټولنه او خپله امریکا دا پروسه روښانه کړی او پر طالبانو او په تېره بیا د هغوی تر شا ولاړو لوریو فشار راوړی، چې ملکی وګړی له کومې تبادلې پرته خوشی کړی او په تبادله کې افغان ځواکونه خوشی کړی. همدا رنګه باید طالبان پر ملکی وګړیو له بریدونو لاس واخلی او ټول هغه بریدونه بند کړی، چې ملکی وګړیو ته زیان اړوی، په دوهم ګام کې باید د بې ګناه او بې دفاع ملکی وګړیو له نیولو، زندانی کولو او شکنجه کولو لاس واخلی، درېـیم دا چې باید د فشار له لوری طالبان له جګړې لاس په سر او د سولې لپاره خبرو ته چمتو کړل شی. که بیا هم د ملکی وګړیو پر دغه حالت خوله پټه ونیول شی،نو د بشری حقونو ادارې او د هغوی مسوولیتونه، تر پوښتنې لاندې راځی! دا د تعجب خبره ده، چې تر اوسه د بشری حقونو نړیوال بنسټونه په دې برخه کې بې توپیره پاتې دی!؟ نور دغه حالت د زغملو نه دی او ښایی په افغانستان کې د بشری حقونو وضعیت نور هم کړکېچن او له بشری حقونو سرغړونې زاتې شی، دغه وضعیت د افغانستان لپاره د سولې فرصتونه ننګوی! په مقاله کې افغان حکومت ژمن دی، چې ۱۵۰۰ طالب زندانیان ازاد کړی او پر دې لړۍ ښه په درز کار وران دی!

ممکن است شما دوست داشته باشید