روزنامه هیواد

د زعفرانو د کیفیت او سوداګرۍ د ودې لپاره د تخنیکی همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د ستندرد ملی ادارې نړیوالو مارکیټونو ته د باکیفیته زعفرانو د وړاندې کولو او د سوداګرۍ د ودې په موخه پرون د افغانستان د زعفرانو د کروندګرو له اتحادیې سره د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ.باختر آژانس د ستندر د ملی ادارې د خبرپاڼې له خولې خبر راکړ: په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت په دې اداره کې جوړه شوې وه؛ د ستندر د ملی ادارې لوى رییس محمد موسى عَلَمی وویل: زعفرانو ته د ښه بازار موندل د دولت له مهمو پالیسو څخه دی او د ستندرد ملی ادارې د زعفرانو د صادراتو په برخه کې لازم ګامونه اخیستی دی.عَلَمی زیاته کړه: په هېواد کې د دغه صنعت د ودې په لاره کې د زعفرانو له کروندګرو، سوداګرو او اتحادیو سره د زعفرانو د ملی ستندردونو د تدوین، ترویج او تطبیق په برخه کې همکارۍ ته چمتو یوو.د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو د عامل هیئت مرستیال شفیق الله عطایی د سوداګرۍ په پراختیا په تېره بیا د صادراتو په برخه کې د  ستندرد رول مهم او حیاتی وباله او زیاته یې کړه: د خصوصی برخې یوه ستونزه د کیفیت د آزمایښت د لابراتوارونو او د کیفیت د تصدیق لیکونو نشتوالى دى او دا د نړۍ په بازارونو کې د هېواد د محصولاتو د پیکه والی دلیل دى.عطایی د ستندرد د ملی ادارې او د افغانستان د زعفرانو اتحادیې ترمنځ د هوکړې لاسلیک کول یو ستر نوښت وباله او زیاته یې کړه: دې ته اړتیا ده چې د هوکړه لیک د تطبیق په لاره کې نه ستړی کیدونکې هلې ځلې وشی او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د خصوصی برخې د مدافع په توګه د دغه هوکړه لیک د مادو دتطبیق په لاره کې همکارۍ ته چمتو ده .

د افغانستان د زعفرانو د کروندګرو د اتحادیې رییس بشیر احمد رشیدی د زعفرانو د صنعت په برخه کې د ستونزو او نیمګړتیاوو په باب خبرې وکړې او ویې ویل:  د لومړی ځل لپاره د دغه هوکړه لیک په لاسلیک کولو سره د زعفرانو د ملی ستندردونو د عملی کولو په لاره کې ډېر مهم ګام اخیستل کېږی.هغه په هېواد کې د زعفرانو د ورته او بې کیفیته اقلامو د واردولو او د غیر قانونی وارداتو د بندولو په خاطر د حکومت د اقداماتو خبر ورکړ او زیاته یې کړه: افغانستان  په کال کې په لوړ کیفیت سره د ١۵ټنو زعفرانو په تولید سره د نړۍ په کچه لومړى مقام لری او موږ باید د ستندردونو په مدیریت سره دغه مقام وساتو.

ممکن است شما دوست داشته باشید