روزنامه هیواد

د زعفرانو انستیتوت په پرانیستلو سره  به یې د تولید کچه لوړه کړاى شو

په دې وروستىو کې په هرات کې د زعفرانو انستىتوت پرانىستل شو. هرات د زعفرانود کښت اوتولىد له پلوه ىو بډاى ولاىت دى، چې دهرکال په تېرېدو سره سربېره پرنورو حاصلاتو د زعفرانو  کښت اوتولىد پرمختګ کړى دى . سږکال د زعفرانو د تولىد کچه ۱۵ ټنوته رسېدلې ، چې د تېرکال په پرتله ۵ ټنه لوړوالى ښیی په دغه ولاىت کې د زعفرانو انستىتوت پرانىستل به د زعفرانو کښت لاغښتلى او ستندرد کړی. د افغانستان دعلومو اکاډمۍ داقتصاد انستىتوت غړى ښاغلى دوکتور محمدحکىم ((حىدر)) د هېواد ورځپاڼې د خبرىال ددې پوښتنې په ځواب کې ، چې په دې وروستیو کې دهرات په ولاىت کې د زعفرانو انستىتوت پرانىستل شو، تاسې دغه انستىتوت د زعفران کارانو او د زعفرانو دتولىد په لوړولوکې څومره ګټور بولى؟ داسې وویل : د زعفرانوکښت پرمختګ کړى او کېداى شی چې دکوکنارو د کر بدیل شی. له نېکه مرغه ، دوخت په تېرېدو سره د زعفرانو کښت په ملی کچه لوړ شوى او  کېداى شی افغانستان په لوړه کچه دنړۍ بېلابېلو هېوادونو ته زعفران صادر کړی.په هرات کې د زعفرانو دحاصلاتو په لوړېدو سره د دغه ولاىت د زعفرانو د مسوولىنو ىا دکرنې ،اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په لارښوونه د زعفرانو انستىتوت د پرانىستلو طرحه وړاندې شوې وه. د اقتصاد پوهانو دنظریې له مخې هرتوکى درې تکاملی پړاوونه وهی لومړى پړاو ، کله چې ىو توکى تولېدیږی، خو په نړیوالو بازارونو کې دومره نه وی پېژندل شوى ، نو ځکه دغه توکی ته اړتىا  وی، خو دوخت په تېرىدو سره د ىاد شوی توکی تولید لوړېږی ، دویم پړاو ، چې د لومړی پړاو زېږنده ده پرمختګ ته رسېږی او ورسره دتولىد کچه هم لوړېږی او ددغه توکی کىفىت ټولو ته څرګندېږی. سربېره پردې درېىم پړاو  ستندرد پړاو دى ، کله چې ىو توکى ستندرد کېږی دغه  پړاو محدود وی. ځکه تولیدی کرنىز توکی په هوا، اوبو او اقلىم پورې اړوند دی. له نېکه مرغه ، افغانستان د زعفرانو له پلوه د سیالۍ له ښه حالت څخه برخمن دى او د نړۍ هېڅ هېواد نه شی کولى ورسره د زعفرانو سیالی وکړی ، ځکه زموږ د زعفرانو کىفىت لوړ دى، نو د زعفرانو د انستىتوت پرانىستل ىو پرځاى او معقول کار دى کله چې زعفران دغىر مسلکی کسانو له خوا بسته بندى او پروسس کېدل له پراخې مځکې څخه د زعفرانو لږ حاصل ترلاسه کېده ، ځکه دغه کروندګر مسلکی نه وو ، نو د زعفرانو له سرچىنو او منابعو څخه یې سم مدىرىت نه شواى کولى، نو په یاد شوی انستىتوت کې به د زعفرانو مسلکی کسان د نړیوالو مسلکی معىارونو په پام کې نیولو سره وروزل شی او کوم کسان چې د زعفرانو په کر او تولید کې کار کوی، دوى باید ددغو کارپوهانو له خوا زده کړه ووىنی ، ترڅو د زعفرانو د تولید کچه لوړه کړاى شی.

 ده زىاته کړه : کله چې زه  د هند په یو پوهنتون کې دماسترۍ محصل وم راته مالونه شوه چې هند په ۱۹۴۷ زیږدىز کال کې خپله خپلواکی له انګرېزانو ترلاسه کړه. دکرنې له ستونزې سره مخ و.په تېره بىا دغنمو په برخه کې کروندګر وله پراخې مځکې څخه لږ حاصلات ترلاسه کول، نو هند دخپلو تولیداتو د لوړولو لپاره له هالنډ څخه د (HYV) کنالوژی وارده کړه. په دغو  کلونو کې دهند دغنمو تولىدات په کال کې ۲۰ میلیونو ټنو ته رسېدل ، چې دهند د ډېرو وګړو لپاره یې بسنه نه کوله او له ډېرو ستونزو سره مخ وو خو دنوې کرنىزې تکنالوژۍ په راوړلو سره یې کروندګر وروزل همدا لامل و چې په وروستی کال کې دهند دغنمو دحاصلاتو کچه ۱۸۰ میلیونو ټنوته لوړه شوه. که چېرې افغانستان هم د زعفرانو د حاصلاتو دلوړولو لپاره نوې او پرمختللې تکنالوژی له بهرنیو هېوادونو  څخه راوړی او په ىاد شوی انستىتوت کې دکارونو طرىقه کروندګرو ته ور زده کاندی د زعفرانو حاصلات هم دهند دغنمو په څېر لوړېداى شى ده ددې پوښتنې په ځواب کې چې د زعفرانو انستىتوت به ترکومه برىده د زعفران کارانو د پرکار ګمارنې او استخدام بهىر غښتلى کړی؟ څرګنده کړه: په دغه انستىتوت کې کولى شو د زعفرانو ډېر کدرونه اوکارپوهان وروزو ، چې ښځینه اونارینه دواړه  په کې شامل  وی. د ښځینه اونارینه ترمنځ کوم توپىرنه شته دواړه طرفونه کولاى شی  د زعفرانو کښت اوحاصلات په مسلکی توګه زده  کاندی ،ترڅو د زعفرانو په حاصلاتو کې لوړوالى راشی. څومره چې ډېر کدرونه او متخصصىن د زعفرانو له انستىتوت څخه فارغېږی هغومره د زعفرانو په  سکتور کې د پرکارګمارنې اواستخدام بهىر غښتلى کېږی. نه ىوازې په هرات ، بلکې دهېواد په نورو ولایتونو  کې هم د زعفرانو دکښت دزىاتولو لپاره باىد هلې ځلې وشی. کله چې د زعفرانوکدرونه اومسلکی کسان شتون ولری. دوى کولاى شی په خپله د زعفرانو په برخه کې د استخدام زمىنه برابره کړی. نه  ىوازې ،داچې دمستقىم استخدام او پرکارګمارنې زمىنه برابرېږی  ،بلکې په زرګونو نور کارونه او دندې هم برابرېږی.

ښاغلی دوکتور حىدر ددې  پوښتنې په ځواب کې چې له اىران څخه افغانستان ته د زعفرانو دقاچاق مخه ترىوه برىده نىول شوې او دافغانستان په هرکیلو ګرام زعفرانوکې پنځه زره افغانۍ لوړوالى راغلى دى.دغه بهیر څنګه ارزوئ؟ډاګیزه کړه : کله چې دټیټ کیفیت زعفرانو  ىا ددوىم لاس زعفرانود قاچاق مخه په افغانستان کې و نیول شی، په خپله  د افغانی زعفرانو په بیه کې لوړوالى  راځی ، له  اىران څخه افغانستان ته د زعفرانو قاچاق دغىر متخصصو کسانو له خوا ترسره کېدل هم دافغانی زعفرانو په تولید او بیه مستقمیه اغیزه لری.د افغانی او  اىرانی زعفرانو بىلوالى دنړیوالو لپاره دومره دپاملرنې  وړ مسئله نه وه ، خوکله چې افغانستان ته  داىرانی زعفرانو دقاچاق مخه ونىول شوه ، له یوې خوا دافغانستان د زعفرانو حاصلات لوړ شول اوله بل  پلوه په هرکیلو کې پنځه زره افغانۍ لوړوالى راغى .

څومره چې له اىران څخه افغانستان ته د زعفرانو دقاچاق مخه ونىول شی هغومره د افغانستان د زعفرانو تولىد او بىه لوړېږی.                     محبوب – هېواد

ممکن است شما دوست داشته باشید