روزنامه هیواد

د رېل پټلیو غځول د طبیعی سرچینو را سپړل او دنورو اقتصادی پروژو پلی کول مهمه اړتیا ده .

د افغانستان اسلامی جمهوری دولت او حکومت په کلکه دا پتېلې ده چې دیوې ډېرې حیاتې او مهمې اړتیا په توګه په هېواد کې دخلکو دفقر ، بېوزلیو، بیکاریو ، کډوالیو او آن د نا امنیو په ګډون دزیاتو بدمرغیو او نوروکړوونکو او ربړوونکو ستونزو دجورړو دبیخی ووچولو لپاره په  هېواد کې پر سڼدونو د برېښنا کوټونو داوبو لګولو او کانالونو پرجوړولو ، کانی زیرمو او دنورو خدای راکړو بډایو او پریمانو طبیعی سرچینو پر راسپړلو ، دریل پټلیو غځولو دشاړو دښتو انورو کرنیزو ځمکو پرخړوبولو او ښېرازه کولو او دځنګلونو پربیار غولو او سمسورولو د پانګې اچونې لپاره کورنی او بهرنی پانګه وال او سوداګر زیات وهڅوی اودیوې ډېرې مهمې اوسترې اړتیا په توګه په هېواد کې ددغه ډول سترو اقتصادی او بنسټېزو پروژو پرجوړولو باندې دپانګې چونې پرمټ هېواد ډېر ژر د اقتصادی پرمختګ لوړو څوکوته ورسوی او دهېواد دکلونو کلونو جګړه ځپلی ، وږی تږی، بر بنډ، پښې لوڅی احتیاج او محتاج خلک دتل لپاره فقر، بېکاریو ، بېوزلیو ، کډوالیو، بې ځایه کېدو ، نا امنیو او له ډېر مجبوریته دخپلو ماشومانو او دغه راز دخپلو پښتورګو یابډوډو دپلورلو دزیاتو بدمرغیو او نوروډیرو ناخوالو او نادودو له ګاللو وژغوری او پوره یې خوندی کړی او له دې لارې به نه یوازې پخپله افغان حکومت دسیمې او نړۍ هېوادونو ته دګدایۍ دکچکول له غځولو او داحتیاجونو له ګاللو پوره خوندی شی، بلکې ماشومان او نوربېوزلی او بېکاره او وږی هېواد وال به موهم پر خپلې خېټې ماړه شی او دهېواد په ښارونو ، بازارونو ، منډیی ګانو او کوڅوکې به دسپېلنیو له د دودولو او لوګی کولو، دنېشه یې توکیو له پلورلو او قاچاق کولو، د انسانی قاچاقچیانو او مغرضو استخباراتی او مافیایی کړیو په لوموکې د نښتلو د سختو او شاقه کارونو دتر سره کولو او دداسې نورو زیاتو بدمرغیو او ناخوالو له ګاللو څخه به ډېر ژرخوندی شی او دپای ټکی به ورته کېږدی چې دهېواد داقتصادی پرمختګ لوړ هدف ته درسېدلو او دکلونو کلونو د جګړه ځپلو هېوادوالو دفقر بېوزلو ، کډوالیو، او نا امنیو په ګډون دزیاتو بدمرغیو دبیخی له منځه وړلو لپاره د افغان حکومت ددغه ډول کوټلو، بېړنیو ، اغېز او ګټور اقداماتو دثبوت څرګندې بېلګې په هېواد کې له ازبکستان څخه د افغانستان له لارې دکوزې پشتونخوا دپېښور ښارته د ( ۱۷۰) کیلو مترو په اوږدوالی او دغه راز له ترکمنستانه د افغانستان له لارې د پاکستان او هند هېوادونو ته دترکمنستان دګاز نل لیکې پرغځولو ، له قزاقستانه د  افغانستان له لارې پاکستان ته د کاسا دبرېښنا مزیو پر تیرولو، د چابهار بندر پرجوړلو او دداسې نورو اوږدمهالو اقتصادی او بنسټیزو پروژو پر جوړولو او پلی کولو پانګواچولو ته دزمینې برابرول او همدارنګه ترڅنګ یې ددغه یادو اقتصادی پروژو دجوړولو او پلې کولو ده امنیتی تدبیرونو او له داسې نورو پوره آسانتیاو څخه والو او سوداګریزکمپنیو برخمن کېدل دی چې په پایله کې به یې له ډېره ښه مرغه د افغانستان د یو ډېر ستر بشری ځواک په توګه دهېواد د ۳۴ میلیونو وګړو له ډلې څخه آن د پنځلسو میلیونو بیکارو،لوستو او نالوستو افغان ځوانانو کارموندنې ته زمینه برابره کړی او له دې لارې به غلاوو ، انسان تښتونو، لوټماریو شوکماریو ، داړو اچولو ، د کډوالیو ګاللو ، دترهګرو له لیکو سره دبیکارو او بې وزلو ځوانانو او نورو افغانانو یوځای کېدلو او آن نا امنیو ته دهم دپای ټکی کېږدی او هېواد به مو دنړۍ پریو مختللی هېواد او نړیوالې سوداګرۍ لپاره ستر پله بدل کړی چې راتلونکی نسلونه به دهېواد د چتک پر مختګ لپاره ددغه ډول سترو او اوږده مهالو اقتصادی او بنسټېزو پروژو دپلی کېدلو په برخو کې دافغان حکومت ډېر ستر، رښتینی او نه هېرېدونکی خدمتونه دتل لپاره ستایی او تل به پرې ویاړی، پرمزارونو به یې تل ګلان شیندی ، کاڼی او بوټی به یې تل ښکلوی، پرشمعواو جنډو به یې تل ګلان شیندی، کاڼی او بوټی به یې تل ښکلوی ، پرشمعو او جنډو به یې تل رپانده او ځلانده ساتی آو همدارنګه افغان حکومت ددې ترڅنګ آن دروسیې حکومت هم دېته هڅولی دی چې په هېواد کې دریل پټلیو په ګډون دسترو اقتصادی پروژو پرپلی کولو پانګه اچونه وکړی او له دې لارې بېکارو ، بیوزلو ، بیځایه شویو ، وږو ، لالهاندو ، سرګردانو او نورو ډېرو محتاجو او دکلونو کلونو جګړه ځپلو افغانانو ته دکار موندنې په برخه کې رغنده او ټاکونکی رول ولوبوی او پرمټ یې دافغانستان بېکارو او بیوزلو خلکو ته دسترو او رښتینو چوپرونو دسرته رسولو جوګه شی او دکارموندنې لپاره یې نړۍ نوروهېوادونو ته دکډوالیو دسختو ستونزو دګاللو په لاره کې په سمندرونو کې دډوبیدو او په غرونو، رغونو او ځنګلونو کې یې دترې تم کېدو له ستر خطر وژغوری.

شاولی قرار

ممکن است شما دوست داشته باشید