روزنامه هیواد

د ریحان پر شهادت ګڼو خلکو وژړل

مولوی رىحان ىو داسې دىنی عالم و، چې غږ ىې دا لس کاله له شمشاد راډىو ټلوېزیونه خپرېدو او د وطن د زړه په کور کور کې اورېدل کېده، د ده له خواږه غږ سره ښځو، سړىو، زړو او وړو مىنه درلوده، خلک ىې له مىنه ناکې څېرې او راښکونکی غږ سره بلد وو، ده د خپلو خلکو مشکلو  دىنی پوښتنو ته په خورا ساده او روانه ژبه ځواب ورکاوه.په پښتنو کې د ملاىانو کمى نشته، خو هغه چې د وطن او وطنوالو په خېر دې وی، داسې ملایان پکې بىخې په نشت حساب دی؛ خو مولوی رىحان د نورو اکثرو ملاىانو پر خلاف خلک وطندوستۍ او ژوند کولو ته رابلل، په زړه کې ىې د وطن لىونۍ مىنه وه او غوښتل ىې چې دا مىنه نورو زړونو ته هم ولېږدوی. ده د نورو ملاىانو غوندې خلکو ته مرګ نه ورىاداوه، بلکې خلک ىې له ژوند سره تړل او د ښه او سوله ىېز ژوند اسلامی اصول ىې ورښودل.زموږ اکثره ملاىان د خپلو سرتېریو جنازه په خلاصه غاړه او بې له ډاره نشی کولى، خو ده د نر غوندې په جرئت سره د خپلو سرتېرو ننګه وکړه او د دوى ىوه ګوته ىې آن د سعودی عرب تر عسکره هم غوره وبلله، د هېواد لپاره ىې د دوى مبارزه سپیڅلې ىاده کړه او د سرتېرو دښمنان ىې په ښکاره جهنمىان ىاد کړی وو. د وطن هغو سرتېرو ته چې ملا ىې جنازه نه کوی، تر دې بله لوىه خبره کومه کېداى شی، چې ىو لوى مفتی ىې د قران او احادیثو سره تر شا دنګ لکه غر ودرېږی.رىحان ځکه راڅخه واخیستل شو، چې د وطن پر مځکه په هغه اغزى نه بدلېده، چې د خلکو د عزت جامه دې څېرې کړی، دى د ګڼو اغزىو په منځ کې ىو دنګ معطر رىحان و، چې وږمې ىې په ټول هېواد کې تاوىدې، خو اخ د خوا اغزىو پرې حمله وکړه او ټس پر ملا ىې رامات کړ. دا به لومړى ملا و، چې ښځې، سړی، واړه  او زاړه پسې خپه شوی وی او ممکن  د ده د شهات پر ورځ  ډېرو ښځو په کورونو کې ژړاګانې کړې وی او د ماښام ډوډۍ ىې له اوښکو سره خوړلې وی، ولې به ىې نه ژړل؟ دوى د خپلو ځانونو په اړه داسې مسائل له ده وړاندې له کوم ملا نه هم نه وو اورېدلی.له ډېره بده مرغه، چې دښمن د تېرې جمعې په ورځ د کابل په ختیځ کې د التقواى جامع جومات په نښه کړ او هلته یې په بمی برید سره د دغه جامع جومات ملا امام سمېع الله ریحان په کې له نورو لمونځ کوونکیو سره یوځاى شهید کړ. د ده پر مړینه ټول ملت خپه دى او د دښمن دغه 

برید په کلکه غندی.

نورالله غازی

ممکن است شما دوست داشته باشید