روزنامه هیواد

د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د کورونا د بیا پراختیا احتمال شته

د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د کورونا د بیا پراختیا احتمال شته

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د کورونا د بیا خپرېدو خبرداری ورکړی.په افغانستان کې د روغتیا نړیوال د بېړنیو پروګرامونو مسوول په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلی ، په افغانستان کې د کورونا د پراختیا د له منځه وړلو لپاره اړینو او جدی اقداماتو ته اړتیا ده.د هغه په خبره دا احتمال شته، چې کورونا ویروس بیا ځلې په افغانستان کې خپور شی او د خلکو ژوند ته ګواښ جوړ کړی.د روغتیا نړیوال سازمان دا اندېښنه هم ښودلې چې په افغانستان کې عام وګړی روغتیایی سپارښتنو ته پاملرنه نه کوی او دا مسئله به د کورونا د لا ډېرې پراختیا سبب شی.په ورته وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان بیا پر ټولو نړیوالو غږ کړی، چې راتلونکی ژمی باید په هر اړخیزه توګه د کورونا د ختمولو لپاره هڅې وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید