روزنامه هیواد

د روغتیا نړیوال سازمان: اروپا د کورونا ویروس د مخنیوی لپاره محدودیتونه لګوی

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی ،چې په اروپا کې به دولتونه د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوی لپاره ډېر ځایونه بندوی او نور محدودیتونه لګوی، د دې ویروس د پېښو په زیاتوالی پسې به د مړینو شمېر هم زیات شی.په اروپا کې هره ورځ شااوخوا ۱۰۰ زره کسان پر کورونا اخته کېږی. تر ټولو ډېرې پېښې په اېټالیا، چک جمهوریت، سویس او روسیه کې ثبت شوې دی.د روغتیا نړیوال سازمان جګپوړې ساینس‌پوه سومیا سوامیناتان د ټولنیزو رسنیو غونډې ته وویل، چې معمولاً د پېښو تر زیاتوالی څو اوونۍ وروسته د مړینو کچه هم زیاتېږی او زیاته‌یې کړه، چې موږ باید خوښ ونه‌اوسو چې د مړینو کچه اوس په کمېدو ده.په اروپا کې دولتونه او محلی حکومتونه هڅه کوی، چې د کورونا ویروس د سرایت چې د دوبی په وروستیو کې یې بهیر بیا چټک شوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید