روزنامه هیواد

د روغتىا سازمان وایی په افغانستان کې ۷زره کسان په اېډز اخته دی

د روغتىا نړىوال سازمان وایی، دا مهال په افغانستان کې ۷۲۰۰ کسان د اېډز ىا اېچ آى وی په ناروغۍ اخته دی، خو د عامې روغتىا وزارت بىا دا شمېرې نه منی.

دغه سازمان د ډسمبر په لومړۍ د اېډز پر ضد د نړىوالې ورځې په مناسبت غوښتنه کړې چې په افغانستان کې دې له اېډز څخه د مخنىوی لپاره د عامه پوهاوی کچه لوړه کړاى شی.

خو د عامې روغتىا وزارت وایی، په افغانستان کې د اېډز په ناروغۍ د اخته ناروغانو شمېر کم شوى دى.

د عامې روغتىا وزارت د عامه خدمتونو مرستىال فدا محمد پىکان بىا وایی، له هغې ورځې چې اېډز ناروغی افغانستان ته راننوتلې تر ۱۳۹۸ کال پورې ىې ۲۸۸۳ ناروغان په افغانستان کې ثبت شوی او د روغتىا د نړىوال سازمان شمېرې اټکلی  دی: (( په اېډز د ککړو پېچکارىو د کارونې له کبله تېر کال له موږ سره ۱۸۳ پېښې ثبت شوې او سږ کال بىا له موږ سره ۱۵۰ پېښې ثبت شوې دی.))

د اېډز ناروغی په ۱۹۸۸ کال په امریکا کې کشف شوه چې اوسمهال ترې په ټوله نړۍ کې ۳۲ مېلىونه ناروغان رنځېږی.

د عامې روغتیا وزارت وایی، په افغانستان کې څه کم ۳ زره کسان په اېډز ناروغۍ اخته دی په افغانستان کې پر اېډز یا HIV اخته کېدل لوی شرم دی، نو ځکه پردې ناروغۍ ډېر اخته کسان د خپلې ناروغۍ په اړه خبرې نه کوی. یو۳۰ کلن ځوان چې نه غواړی نوم په ډاګه کړی،ویلی، د کابل په انتانی روغتون کې یې ۱۵ کاله وړاندې ناروغی تشخیص شوه.ده زیاته کړه له کومې ورځې یې چې ناروغی پېژندل شوې، له کورنۍ سره یې اړیکې پرې شوې ځکه هغوی ترې کرکه کوی.د دغه ناروغ ځوان پروینا د درملنې لپاره کافی پیسې هم نه لری.د ډسمبر لومړی نېټه، په ډېرو هېوادونو کې له اېډز یا HIV سره د مبارزې د نړېوالې ورځې په توګه لمانځل کېږی.د عامې روغتیا وزارت وایې، په افغانستان کې د ایدز ناروغۍ پېښې مخ پر ډېرېدو دی. د دغې ناروغۍ ۲۸۰۰ پېښې ثبت شوې او په اېچ آی وی ویروس د اخته کېدو ۷۲۰۰ مورده اټکل کېږی.په افغانستان کې د اېډز یا HIV ویروس ډېری قربانیان پر نېشه یی توکو روږدی کسان دی. د شمېرو له مخې، کابو ۳ مېلیونه افغانان پر نېشو اخته دی.۴۰ زره او ۹۰۰ معتادین د زرق یا ستنو له لارې نېشه یی توکی بدن ته تزریقوی، چې دا خپله د اېډز یا HIV ویروس ډېرېدو لوی خطر دی.تبه، د ستونی درد او د بدن خارښ د HIV یا اېډز لومړنۍ نښې دی.ډاکټران وایی ددې ناروغۍ په اخته کېدو سره د بدن دفاعی سیستم کمزوری کېږی، چې په پایله کې د وزن کمېدو، سخت اسهال، د شپې خولې کېدل، او د یو شمېر نورو روغتیایی ستونزو سبب ګرځی.په افغانستان کې ډېر پردې اند دی چې د اېډز یا HIV ترټولو ستر عامل جنسی اړیکې دی، خود وینی ورکولو، د HIV پر ویروس د ککړ سرینج یا ستنې کارولو، د میندوارۍ پرمهال له مور څخه ماشوم او یا هم د شېدو ورکولو پرمهال هم ماشوم ته د اېچ ای وی ویروس انتقالېدای شی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید