روزنامه هیواد

د روغتونونو په جوړولو سره صحی چارې سمون مومی

په هېوادکې دملی  یووالی دحکومت په جوړیدلو سره ، دلویو روغتونونو  دجوړولو  لپاره هلې ځلې زیاتې شوې دی. ددغو هلوځلو په بهیرکې نه  یوازې داچې ددولت له خوا، نوی روغتونونه او نوی کلینیکونه رامنځته کېږی ، بلکې داسې هلې ځلې هم روانې دی چې دهېواد ملی  سوداګرو او پانګوالو هم ددې وخت پیدا کړى چې ددولت په څنګ کې  دروغتیایی چارو دښه والی لپاره نوی روغتونونه،  کلینیکونه اونور  روغیتایې مرکزونه دنوې تکنالوجۍ په درولو سره جوړ او دخلکو ګټې اخیستنې ته یې  وسپاری. دختیځ زون دڅلوروولایتونو  خلکو له ولسمشر محمداشرف غنى  سره دخپلو لیدنو په وخت کې دخپلو ستونزو دیادولو په څنګ کې تل دخپلو روغتیایی چارو  دښه والی  لپاره دعصرى اوپرمختللو روغتونونو دجوړولو  ،غوښتنه کوله. داځکه چې هرکال دنوموړو ولایتونو ناروغانو دخپلې درملنې لپاره پاکستان او  یا هند ته سفرکاوه ،چې له دې امله خلکوته زیات اقتصادی  زیان رسیده ، لکه څنګه چې لازمه ده هغسې درملنه یې هم نه کېده . نودهمدې اړتیا اودختیځ زون دولایتونو دخلکو له غوښتنې سره سم دافغانستان دروغتیا وزارت دولسمشر له لارښوونې سره سم تصمیم ونیوه چې په ختیځ زون کې زربستریز روغتون جوړ کړی  چې دختیځ زون روغتیایی ستونزې په خپل وخت حل شی، اوبهرنیو هېوادونو ته له تللو څخه خلاص شی کله چې دنوموړی زربسترییز روغتون تخنیکی چارې سرته ورسېدى ،نو د روغتیا د وزیر په بلنه ولسمشر محمداشرف غنى  دروان کال دچنګاښ میاشتې په لسمه دشنبې په ورځ دننګرهارولایت  مرکزجلال آباد ښارته دکابینې اوملی شورا له یو شمېر غړو سره سفروکړ اوپه همدې  ورځ یې دسهار پرمهال  په جلال آباد ښارکې دختیځ زربستریز روغتیایی کمپلکس د بنسټ ډبره کېښودله.دغه روغتیایی کمپلکس چې ۲۶۰ جریبه مځکه رانغاړی . دنسایی ولادی ۲۰۰ بستریزروغتون،دمعلولىنو لپاره ۱۵۰ بستریزروغتون دتوبرکلوز لپاره ۴۰ بستریز روغتون او دننګرهار  ولایت دنوی ۴۰۰ بستریز روغتون ودانۍ او ددرملو او خوړو زېرمې په کې شاملی دی. ولسمشر محمداشرف غنى  ددغه کمپلکس دبنسټ ډبرې د کېښودلو په مراسمو  کې په خپله وینا کې وویل: خوشاله یم چې نن یوه ژمنه ترسره کوم  او دیونوی روغتیایی کمپلکس دجوړولو چارې پیلوو،  موږ دې نتېجې ته ورسېدو چې قراردادیان سم کارنه کوی. نوددغه کمپلکس چارې به دولتی تصدی پرمخ بوزى. ددغه روغتیایی کمپلکس په جوړېدلو سره به دختیځو ولایتونو  په ځانګړې ډول دننګرهار دګڼ نفوسه ولایت دناروغانو ستونزې ترډېره حل شی. دافغانستان خلک اوپه ځانګړی ډول دختیځ زون دولایتونو خلک دجلال آباد په ښارکې دزر بستریز روغتون  دکمپلکس  دجوړیدلو په پیل سره ډېرخوشاله شول. نوموړى کمپلکس ددولت له بودجې څخه په کابو دوو کلونو کې دګټې اخیستنې لپاره چمتو  کېږی. ولسمشر محمداشرف غنی داخبره په ډاګه کړه چې دی دغیر دولتی روغتیایی مرکزونو او  روغتونو  له کارڅخه خوښ نه  دى، داځکه چې په معیاری ډول درملنه په کې نه کېږی  او هم کافی او باتجربه طبى پرسونل نه  لری،  او  له خلکو  څخه زیاتې پېسې اخیستل کېږی.دغیردولتی روغتونونو اومرکزونو په اړه دولسمشر محمداشرف غنی څرګندونې بالکل سمی دی، همدا اوس په کابل او د افغانستان په نورو ولایتونو کې په سلګونو دولتى روغتونونه ، کلینیکونه او نور روغتیایی مرکزونه جوړ شوی دی ، چې دخلکو درملنه په کې ددوى له اقتصادی حالت سره سمه نه کېږی اوخلک دې ته اړ کېږی چې دولتی روغتونونو ته مراجعه وکړی ،چې دغه کارپه دولتی روغتونونو کې هم زیاته ګڼه گونه رامنځته کړې ده او ددرملنې کیفیت ورځ تربلې دخرابېدو په حال کې دی .ددولت له خوا اوپه ځانګړې ډول دروغتیا وزارت له خوا له غیردولتی روغتونونو سره باید وخت په وخت حساب وشی، دغیردولتی درملو کیفیت باید وخت په وخت په دقیق ډول وکتل شی. کېداى شی چې په غیردولتی روغتیایی مرکزونو کې ځنډنې اوخراب درمل استعمال شی. همدارنګه دروغتونونو پاکۍ ته هم لکه څنګه چې لازمه ده پاملرنه نه کېږی . په یو شمېر روغتونونوکې مسلکی او باتجربه ډاکتران شتون نه لری او دډاکترۍ له سپینې چپنې ناوړه ګټه پورته کوی او د ډاکتر په نوم امتیاز اخلی.غیردولتی روغتونونه دبستری ناروغانو اقتصادی حالت په پام کې نه نیسی اوپه یوه شپه له زرو افغانیوڅخه تر یونیم زرو افغانیو پورې نرې اخیستل کېږی، چې دغه حالت په ټوله کې د افغانستان دخلکو له اقتصادی حالت سره بالکل سمون نه خوری، اوخلک دې ته اړ کېږی چې له مجبوریته په قرض اوسود پیسې پیدا کړی او دخپل ناروغ درملنه پرې وکړی.  په ټوله کې په افغانستان کې دغیردولتی طب په شتون کې خلک له زیاتو ستونزو سره مخامخ دی. د افغانستان خلک له خپل دولت اوپه ځانګړی ډول له خپل زړه سواندی ولسمشرمحمداشرف غنی څخه دا هیله لری چې دغیر دولتی طب په څنګ کې دولتی طب ته ډېره پاملرنه وکړی او دخپلو بهرنیو دوستانو په مالی مرسته داسې روغتونونه دهېواد په مختلفو ولایتونو کې جوړ کړی، چې خلک وکولاى شی په خپل وخت خپله داړتیا وړ درملنه په کې وکړی.همدارنګه خلک ددرملودکیفیت دښه والى لپاره له دولت څخه غواړی چې په هېواد کې دباکیفیته درملو دجوړولو لپاره باید دفابریکو جوړول ترلاس لاندې ونیسې ، داځکه چې زموږ گران هېواد دطبی بوټو د درلودلو له  امله دنړۍ له بل هرهېواد څخه غنی دی. ددې ترڅنګ دتکړه ډاکترانو د روزنې لپاره باید ځانګړی پروګرامونه ترلاس لاندې ونیول شی او دمختلفو پروګرامونو په سرته رسولو سره ډاکتران اونور طبی پرسونل باید د طبی سامان آلاتو  او دطب په برخه کې دنوى ټکنالوجی له کارولو سره پوره آشنایی ولری چې په دې برخه کې افغان ناروغان دبهرنیو هېوادونو ته له وتللو څخه خلاص شی. دولت ته په کارده چې وخت په وخت دولتی اوغیردولتی طبی مرکزونه له هره اړخه پوره کنترول کړی د ډاکترانوله فیس او د درملو له نرخ اوکیفیت څخه وخت په وخت ځان خبرکړی ، دخلکو اقتصادی حالت باید په کلکه په پام کې ونیسی  او کوښښ وکړى چې دخلکو درملنه هم با کیفیته
اوهم ارزانه سرته ورسیږی.

سمېع الله سمېع

ممکن است شما دوست داشته باشید