روزنامه هیواد

د روس _ انګرېز اړیکې به ښې شی؟

د برېتانیا صدراعظم وایی: د روسیې په اړه په غلطه و او نور فکر نه کوی، چې له مسکو سره اړیکې بېرته ورغول شی. دا په داسې حال کې ده، چې د برېتانیا او روسیې ترمنځ ګڼو اختلافاتو درز رامنځته کړى. بوریس جانسن د برېتانیا (سپیکټېټر) مجلې ته وړمه ورځ  ویلی : (( ما واقعاً په دې اړه چې ایا له روسیې سره د اړیکو سمول امکان لری که څنګه؟ خپل ذهنیت بدل کړى.)) بوریس جانسن چې له ٢٠١۶ څخه تر ٢٠١٨ میلادی کاله د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر هم و او د ٢٠١٩ میلادی کال په جولاى میاشت کې صدراعظم شو، ویلی ډېر مایوسه دى چې په غلطه و.

ممکن است شما دوست داشته باشید