روزنامه هیواد

د روان وضعیت د کنټرول لپاره شدیدې هڅې

افغانستان د خپل تاریخ له ټولو نازک حالت سره مخ دی، دغه پړاو هم لکه د نورو نازکو پړاوونو په څېر د افغانانو لپاره اندېښمن دی، ځکه ولس له سخت برخلیک سره مخ دی او آن د افغانستان نړیوال دوستان هم پر دغه حالت اندېښنې ښکاره کوی او دا یې له تصوره لرې مسئله ده، ځکه هغوی داسې وضعیت نه غوښت، بلکې د افغانستان تل پاتې ارامی او پرمختګ یې غوښتل او د همدې لپاره یې له افغانستان سره مرستې او هلې ځلې کولې.

د پرله پسې ولایتونو له سقوط او پلازمینې کابل ته د جګړو را نیږدې کېدا له امله په کور د ننه ولس په سختو اندېښنو کې ډوب او له یوه نامالوم برخلیک سره مخ دی؛ خو ولس لا هم نه غواړی، چې دا نظام نسکور شی او له بل ناسم او ګډودۍ حالت کې را ګیر کړل شی. دلته ټولې هیلې له امریکا او نړیوالې ټولنې وې، خو هغوی په لوی لاس افغانستان دغه وضعیت ته ور ټېل وهلی دی؟!

په همداسې حال کې افغان ولسمشر محمد اشرف غنی ملت ته په مهم پیغام کې وېیلی، چې وضعیت به کنټرول کړی او په دې برخه کې یې له نړیوالې ټولنې، امریکا او ښېکلو لورو سره په خبرو کې دی، ولسمشر بیا هم ډاډ ورکړی، چې هغه د سرلوړی افغانستان لپاره کار کوی او د نړیوالو دوستانو په همکارۍ به وروستۍ لاسته راوړنې ساتی! خو که حالاتو ته پام وشی، نو افغانستان د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې د یوه عضو په توګه پر هغوی حق لری، چې له بحرانه یې وباسی. په ځانګړې توګه امریکا په دې کې ډېره مسووله ده، ځکه امریکا افغانستان له دغه راز برخلیک سره مخ کړی او له طالبانو سره یې د سولې تړون دا پایله وړاندې کړه!

په هر حال دلته لا هم د افغانانو چانس شته او هغه دا چې د نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو، امریکا او دوستو هېوادونو په فشار، منځګړیتوب او پوره هلو ځلو کېدای شی، چې له طالبانو سره تفاهم وشی، هغوی د نظام یوه برخه کړل شی، ځکه هغوی تر خپل واک لاندې سیمو کې ملکی کارکوونکو ته بلنه ورکړې، چې خپلو رسمی کړاوونو ته دوام ورکړی. دې ته په کتو سره دا شونې ده، چې طالبان هم د ملی اردو په لیکو کې جذب کړل شی، پوځی دندې ته دوام ورکړی او نور مشران یې په نظام کې مدغم کړل شی!

همدا د ملت لویه غوښتنه هم ده او د شخړې د اواری غوره پلان.

ولس له وېرې دا غوره بولی او په ګډوډۍ او کورنیو جګړو کې خپله تباهی وینی، اوس هم د جګړو له زوره خلک له خپلو مېنو تښتېدلی دی، ورانۍ پراخه شوې او د خوراکی او لومړنیو اړتیا وړ توکو بیې تر آسمانه ختلې دی، په دغه راز حالت کې که هېواد په ځانګړې توګه اووه میلیونی کابل ښار جګړو ته درومی او بیا خدای مه کړه کوڅه په کوڅه جګړې او نښتې وی، نو دا ولس به سخت ځپل شوی وی او دا به خدای مه که ستر بشری بل ناورین وی.

په دې برخه کې لکه وړاندې چې یادونه وشوه، ملګری ملتونه او نړیواله ټولنه مسوولیت لری او د سیمې او ګاونډ دوست هېوادونه باید یوه داسې حل لاره وړاندې او عملی کړی، چې دا ملت د یوه ملت په توګه ارام او له بحرانه وژغورل شی. له دې پرته به دا ناورین سخت وی، کنټرول به یې بیا ټولو ته سخت وی او دا ناورین به سیمه او نړۍ هم وګواښی!

ممکن است شما دوست داشته باشید