روزنامه هیواد

د روان وضعیت د حل لپاره له سیاسیونو سره د ولسمشر کتنه

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی، پرون له غرمې مخکې له مخکینی جمهوررییس حامد کرزی او استاد عبد الرب رسول سیاف سره وکتل.  په دې کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه، د هېواد د روان وضعیت او همداراز د سولې پروسې په اړه هر اړخیز او صمیمانه بحث وشو. دا لیدنه په داسې حال کې کېږی، چې د ډاکټر عبدالله په مشرۍ یو شمېر کسانو د نظام پر خلاف او د ولس د رایو پر خلاف غږ پورته کړى دى. تېره اوونۍ سې شنبې کله چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشریزو رایو په پایلو کې ولسمشر غنی ګټونکى اعلام کړ، نو عبدالله عبدالله دا پایله ونه منله او اوس یې په هېواد کې د کړکېچ او موازی حکومت ګواښ کړى، چې په کور د ننه او نړیواله کچه دا ګواښ خندنى او د سولې د اوسنی فرصت پر ضد بللى دى. په همداسې حال کې دا هم ویل کېږی، چې حامد کرزى هم له دغو کسانو سره مل دى او د ولسمشر غنی ضد دریځ لری، خو دا لیدنه به څومره د روان وضعیت د ګنټرول لپاره مهمه وی، وروسته به مالومه شی، خو ولسمشر غنی هڅې کوی، چې د دغو وضعیت د کنټرولولو لپاره له بېلابېلو مشرانو سره ووینی او کړکېچ د خبرو له لارې حل شی! خو په ورته وخت کې ولس ته ډاډ ورکړى، چې هېڅ یوه کس ته به اجازه ورنه کړی، چې موازی جوړښت را منځته کړی او هېواد د بربادۍ خوا ته بوزی!

ممکن است شما دوست داشته باشید