روزنامه هیواد

د روانې اوونۍ تر پایه د ټولو ولایتونو د انتخاباتو لومړنۍ نتیجې اعلامېږی

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایی: د روانې اوونۍ تر پایه د ټولو ولایتونو د ولسی جرګې د انتخاباتو لومړنۍ نتیجې اعلامېږی.که څه هم د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید د پخوانۍ ژمنې له مخې د ولسی جرګې د انتخاباتو لومړنۍ نتیجې وړمه ورځ شنبه اعلام کړې واى خو دغه کمېسیون اوس د اوونۍ تر پایه د نتیجو د اعلام د ځنډ خبره کوی.د یاد کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات وایی: تر اوسه د ۱۸ ولایتونو د رایو لومړنۍ نتیجې اعلام شوې او ټاکل شوې چې د روانې اوونۍ تر پایه د ټولو ولایتونو د انتخاباتو لومړنۍ نتیجې اعلام کړی.

ښاغلی سادات زیاته کړه:(( زموږ ټوله هڅه دا ده چې د همدې اوونۍ تر پایه د ټولو ولایتونو لومړنۍ نتیجې اعلام شی، له هغې وروسته به بیا شکایتونو ته د رسېدو بهیر پیل شی چې د انتخاباتی شکایتونو د کمېسیون کار دى او کله چې دا کار هم بشپړ شی د ولسی جرګې د بریالیو کاندیدانو وروستى نوم‌لړ به له خلکو سره شریک شی.)) د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له دې وړاندې ژمنه کړې وه چې د قوس میاشتې تر لسمې نېټې پورې به د راى شمېرنې بهیر بشپړ او لومړنۍ نتیجې به اعلام کړی.خو ښاغلی سادات د رأیو بیا شمېرل، په کارونو کې شفافیت او د ډېټابېس جوړول په ټاکل شوی وخت د نتیجو په اعلام کې د ځنډ لاملونه بولی.د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسی جرګې لپاره د انتخاباتو د لومړنیو نتیجو د اعلام پر دوام د نورستان، کونړ، سمنګانو، سرپل او وردګو ولایتونو لومړنۍ نتیجې اعلام کړې.د افغانستان د ولسی جرګې لپاره انتخابات د میزان په ۲۸مه او ۲۹ مه نېټه وشول، خو د رایو په شمېرنه او د نتیجو په اعلام کې د ځنډ له پاسه ځنډ د کاندیدانو او څارونکو انتقادونه راپارولی دی.د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایی: د دغو انتخاباتو وروستۍ نتیجې به د انتخاباتی شکایتونو له څېړلو وروسته په یوه میاشت کې اعلام شی.اخوا بیا د انتخاباتی شکایتونو کمېسیون وایی: د لومړنیو نتیجو په اعلام کې ځنډ د دوى پر زمانی جدول هم اغېزې کړی دی.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

ممکن است شما دوست داشته باشید