روزنامه هیواد

د رسول الله (ص) په میلاد او بعثت سره په نړۍ کې ستر بدلون منځ ته  راغى

تېره شنبه د ۱۴۴۱ سپوږمیز کال دربیع الاول  میاشتې ۱۲ مه دروانې تلې  میاشتې ۱۸ مه دحضرت محمد صلى الله علیه وسلم د زوکړې له ورځې سره برابره اوپه ټول هېواد کې عمومی رخصتې وه ، افغانانو اوپه اسلامی نړۍ کې مسلمه امت دنبی (ص) دمیلاد ورځ په شاندارو مراسمو سره ولمانځله . مسلمانان په دې ورځ دپاک قرآن ختمونه کوی .دپیامبر حضرت محمد (ص) په مبعوث کېدو سره په نړۍ کې یوستر بدلون منځ ته راغى، عربان، چې په جهالت کې یې ژوند کاوه دانسانیت او ورور ولۍ پرلاره برابر شول او زاړه عادتونه یې خوشی کړل . لیکوال او داسلامی علومو کارپوه ښاغلی سید حبیب (( شاکر)) زموږ دخبریال ددې پوښتنې په ځواب کې ، چې په اسلام کې دمیلاد النبی ورځ له څه ارزښت څخه برخمنه ده ؟ داسې وویل : درسول الله (ص) په میلاد اوبعثت سره په نړۍ کې ستر بدلون منځ ته  راغى . دمسلمانانو ستر لارښود حضرت محمد (ص) ، په هغې ورځ ، چې نړۍ ته سترګې غړولی دی هغې ورځې ته دمیلاد النبی لقب ورکړ شوى دى . دا دبشریت په تاریخ کې ، ځکه ستره ورځ ده ، چې له همدغې ورځې وروسته ، کله چې بیا رسول الله ( ص ) په پیغمبرۍ مبعوث کېږی او دبشریت دلارښوونې لپاره دالله تعالى داسې یو نظام منځ ته راوړی ، چې نن ګور و دنړۍ یونیم میلیارډ انسانان په همغې لاره روان دی اودخپل ژوند په هر اړخ کې لارښوونې او هدایات لری سربېره پردې دپیامبر(ص) په بعثت سره  ډېر بدلونونه هم منځ ته  راغلی دی . په جزیره العرب کې دعربانو ترمنځ خونړیو جګړوته دپاى ټکى ایښودل کېږی  او دیوه اسلامی نظام ترچتر لاندې سره راټولېږی . له دې وروسته ګاونډیو هېوادونوته داسلام دمنلو بلنه ورکوی ، چې دغه دولتونه یوپه بل پسې اسلام ته رجوع کوی ، نو دمیلاد النبی تاریخی ورځ زموږ په هېواد کې او دنړۍ دټولو مسلمانانو له پاره یوه ډېره مهمه ورځ ده ، ځکه دهمدغې ورځې په منځ ته راتلو سره په انسانی ټولنه کې بدلون او تغییرمنځ ته  راځی

ده زیاته کړه : موږ مسلمانان په دې باور یوو، چې درسول الله ( ص) زوکړه او بیا وروسته یې په پیغمبرۍ مبعوث کېدل او دالله تعالى له پیغام نه برخمن کېدل ، دټولو انسانانو لپاره دژوند ښه چانس و . داسلامی هېوادونو او دغیر اسلامی نړۍ پوهان په دې باوردی ، چې رسول الله (ص) یوستر رهبر او قاید و. دوى ټول رسول الله  (ص) ته دیوه نابغه په سترګه ګوری اودهغه مشرۍ او درهبریت رول ته په اسلامی ټولنه کې ډېر ارزښت ورکوی . په دې اړه دپوهانو څرګندونې او تحریرات شتون لری ، نو الله  تعالى دې موږ مسلمانانوته ددې توفیق راکړی، چې دمیلاد النبی دورځې په را رسېدوسره هرکال شاندارې غونډې او محفلونه جورکړو او وتوانېږو چې دده له درسونو او هدایاتوڅخه پند واخلو او هغه د ژوندانه په چاروکې ترسره کړو . دمیلاد النبی د تاریخی ورځې په مناسبت سږکال هم  بېلابېلی غونډې جوړې  شوې اوپه شاندارو مراسمو سره ولمانځل شو. ښاغلی شاکر څرګنده کړه : درسول الله (ص) ژوند په دوو برخو وېشل شوى دى ، چې یویې مکی ژوند نومېږی ، چې رسول الله (ص) په مکه معظمه کې و او مسلمانانودهغه له ژوند څخه ښه پندونه واخیستل او موږ هم کولى شودده لاره خپل سر مشق وګرځوو. درسول الله (ص) مهم درسونه دادی ، چې له مسلمانانو سره یې نرم اوښه چلند کاوه او دظالمانو دظلمونو اونادود و پروړاندې یې له زغم او صبرڅخه کار اخیسته ، خو ددې ترڅنګ یې داسلام دخپرېدو لپاره هم لاره اواروله . پیغمبر(ص) دغه ظالمان ، چې پر اسلام نه وو مشرف شوی اسلام ته رابلل. دغه درسونه او اسلام ته بلنې دپیغمبر(ص) په مکی ژوند کې شاملې دی . همدارنګه درسول الله (ص) مدنی ژوند دادى ، چې هغه مبارک دې ته اړکېږی ، چې خپل دژوندانه ټاټوبى مکه معظمه پرېږدی او مدینې منورې ته سفرکوی او هلته یې داسلامی حکومت بنسټ کېښود . ددې کار په ترڅ کې یې ددې اعلام هم وکړ، چې مسلمانان سره وروڼه دی . په مدینې منوره کې له مسلمانانو پرته نورو طبقاتو لکه بنی حریره، بنی نذیر ، یهودو ، نصاراوو او نورو قومونو هم ژوند کاوه ، خو رسول الله (ص) هلته داسې نظام رامنځ ته کړ، چې دغو قومونو دهغه نظام ترچتر لاندې ژوند پرمخ بېوه ، ترهغه وخته پورې دغو قومونو ژوند کاوه ، چې درسول الله ( ص) تړونونوته یې درناوى درلود،خوبیا ددغو قومونو له خوا تړونونو ته په بدنظر وکتل شول. نوموږ مسلمانانو ته په کاردی ، چې درسول الله (ص) له هغو پندونو څخه ښه ګټه پورته کړو، چې په سیرت کې یې موږ ته
پریښی دی .                         نوری

ممکن است شما دوست داشته باشید