روزنامه هیواد

د رسانه یی شکایتونو او سرغړونو پنځه مورده وڅېړل  شول

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسرپرستې  حسینې صافۍ په مشرۍ  د رسانه یی  شکایتونو اوسرغړونو د څېړنې  دکمېسیون په غونډه  کې پرون پنځه مورده  رسانه یی شکایتونه  او سرغړونې  چې دیوشمیر بنسټونو  له خوا درسانه یی  شکایتونو اوسرغړونو دڅېړنې  کمېسیون ته  لېږل شوې وې   وڅېړل شوې   دغه راز  په دې غونډه کې   پرېکړه وشوه چې ددغه کمېسیون  دشپږو میاشتو اجرااتو رپوټ  دې په نږدې  راتلونکې کې  خپور شی . دغه راز داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې  له اصولو  سره سم دکمېسیون دکار دبهیر په ګړندی کولو باندې ټینګار وکړ . د یو بل خبر له مخې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې حسینې صافۍ پرون دافغانستان  د متشبثو  ځوانانو د بنسټ له مسوول  سره په کتنه کې  د ټولنې  په بېلابېلو  برخو کې دځوانانو رول  ارزښتناک او اغېزمن وباله .   په دې کتنه کې  دافغانستان د متشبثو  ځوانانو  دبنسټ مسوول  عبدالخالق  میرزایی ددغه بنسټ  په اړوند  معلومات ورکړل  او ویې ویل  چې ددغه بنسټ موخه دځوانانو ترمنځ دتشبث  دانګیزې  رامنځته کول   او دتشبث  دودې دزمینې  برابرول  او د متشبثو ځوانانو ترمنځ   داړیکو  ټینګښت دى .  ده زیاته کړه چې دغه  بنسټ  دټولنیزې  سولې او  دلاسی صنایعو  په برخه کې  کارکوی او په کابل کې  یې رستورانت ، میجک )  او دسوداګرى  شبکه ( ویژن  )  هم جوړ کړى او له دې لارې   کابو شپیتو  تنو ته دکار فرصت  برابر شوى دى .  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې همغږی ، دسالم پروګرام جوړول او دکار انګیزه دځوانو متشبثینو په پیاوړتیا  او پراختیا کې مهم عناصر  وبلل او ویې ویل:  په تیرو جګړو په ټولو برخو په تیره بیا په اقتصادی  او سوداګریزو برخو کې ناوړې اغیزې کړې دی او ددغه شان بنسټونو جوړول کیداى شی داقتصادی ودې په لاره کې اغیزمن رول ولری .  دغه راز داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې دټولنې په بېلابېلو برخو کې دځوانانو رول ارزښتناک او اغیزمن وباله . دیوبل خبرله مخې ، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې  پرون د((افغان مدل))  له مسوول سره په کتنه کې  د هېواد اصیل فرهنګ ته دده  پر پاملرنې ټینګار وکړ .  په دې کتنه کې  دافغان مدل مسوول  عبید ځاځی داصیلو افغانی جامو دښودلو په برخه کې  دخپلو فعالیتونو په اړوند معلومات ورکړل او دخپلو کړو وړو په برخه کې یې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دملاتړ غوښتنه وکړه .  حسینې صافۍ څرګنده کړه: هره هغه کړنه او فعالیت چې دهېواد داصیل فرهنګ دژوندی ساتلو سبب شی داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت یې ملاتړ کوی او ټینګار یې وکړ چې دهېواد او نړۍ خلکو ته داصیل   افغانی فرهنګ دمنعکس کولو په لاره کې باید پاملرنه وشی .                     باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید