روزنامه هیواد

د رسانه یی شکایتونو او سرغړونو د کمېسیون غونډه جوړه شوه

د رسانه یی شکایتونو او سرغړونو د کمېسیون فوق العاده غونډه پرون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسینې ساپۍ په مشرۍ له اجندا سره سم جوړه شوه.په پیل کې حسینې ساپۍ وویل: “رسنۍ مکلفې دی ترڅو د هېواد نافذه قوانین په تېره بیا رسانه یی قوانین رعایت کړی.”وروسته په لندن کې د کرکټ د نړیوال جام د ۵٠ آوریزو سیالیو د حق النشر په باب د هېواد له څو تصویری رسنیو څخه د ملی ټلویزیون شکایت وڅیړل شو.د ملی ټلویزیون رئیس د کرکټ د نړیوال جام د حق النشر د پیرودلو اسناد او د کاپی رایټ په دفترکې ثبت شوی سندونه کمېسیون ته وسپارل.د کمېسیون غړو د طرحه شویو موضوعګانو له څیړنې وروسته لازم تصمیمونه ونیول.

ممکن است شما دوست داشته باشید