روزنامه هیواد

د راستنو شویو اوبې ځایه شویو هېوادوالوستونزې دې هوارې شی!

د کډوالو د نړیوال سازمان دافغانستان دکډوالو اوراستنېدونکو چارو وزارت دباوری خبرځایونو له قوله او دغه راز د بېلابېلو رسنیو دخپرو شویو رپوټونو پربنسټ  تراوسه پورې د اتو میلیونو په شاوخوا کې افغان کډوال له بهره هېواد ته راستانه شوی  دی او رڅلورومیلیونو پورې افغانان په هېواد کې د ننه د ناامنیو  وچکالیو اوداسې نورو ستونزو له امله له خپلو مېنو او جونګړو څخه بې ځایه شوی او دهېواد په ښارونو، خېمو، وچو ډاګونو او سپېرو دښتوکې مېشت شوی، څوک له زده کړو او د روغتیایی خدمتونو بې برخې دی ، څوک له فقر ، بېکارۍ ، بې کورۍ او ناامنیو څخه خپل سرټکوی ، څوک د څښلو د  روغتىایی اوبو له نشتون څخه ژاړی اوڅوک د لوټمارانو ، غلو ،داړو اچوونکو او انسان تښتوونکو له لاسه ځورېږی ، کړېږی او ربرېږی چاته د زهرلرونکو خزندو او ځناورو له وېرې خوب نه ورځی اوڅوک د خپلو مړیو او شهیدانو دښخولو لپاره د هدېرو د نشتون اندېښنې ګالی، نوځکه باید دکډوالو نړیواله اداره ، دبشر دحقوقونړیوال سازمان خیریه ټولنې اونور ې مرستندویې ادارې او بنسټو نه له افغان حکومت سره دپوره همغږۍ او مرستې له مخې نه یوازې له بهره هېوادته راستنوشویو کډوالو او په هېوادکې دبې ځایه شویو هېوادوالو دیادوستونزو او اند ېښنودله منځه  وړلولپاره په کلکه خپلې مټې را بډوهی ، بلکې دپاکستان ، ایران ، ترکیې او جرمنی په ګډون دسیمې اونړۍ په هېوادونوکې داتو میلیونوپه شاوخواکې له مېشتو افغان کډووالو سره هم باید پوره مرستې ته ودانګی او دافغان کډوالو کور به هېوادونه دې ته اړکړی چې دکډوالو دنړیوالې ادارې دمنشور دڅوار لسمې مادې دحکم له مخې له خپلوهېوادونو څخه دافغان کډوالو له شړلو څخه په کلکه ډډه وکړی. درسنیوله خوا دخپرو شویو رپوټونو پربنسټ د۲۰۱۹ زېږدیز کال له پیل څخه تردې دمه پورى دتېرولسو میاشتو په اوږدوکې له څلور سوه زروڅخه زیات افغان کډوال له نورو  هېوادونوڅخه خپل هېواد ته را شړل اوپه شوى دى لړکې په روان زېږ دیز کال کې  دترکیې چارواکو هم له پنځلسو زرو څخه زیات افغان کډوال له خپل  هېوادته را شړلی دی اودلته یې د زیاتو ستونزواندېښنو له ګاللو سره مخ کړی دی . له ایرانه  خپل هېوادته یو را شړل شوى افغان کډوال په دغه یاد ګاونډی هېواد ایران کې له افغان کډوالوسره دایرانی چارواکو دډېرناوړه چلند په اړه له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلی دی چې ایرانی چارواکو آن ځینې افغان کډوال له خپلواولادونوڅخه هم جلاکړی اوله ایرانه یى خپل هېواد افغانستان ته را  شړلی دی اویایې افغان کډوال وهلی ، لوټ کړی او دجېلونو دتور و دروازو شاته یې پورې  وهلی دی اویایې افغان کډوال دمزدورۍ کولو پرمهال دیوې لوړپوړې ودانۍ له سره لاندې راغورځولی او وژلی دی اوهمدارنګه دفاشیست او نازی پاکستان چارواکو اودهغوى  جاسوسانو او اجنبیانوهم نه یوازې  په پاکستان کې دوتلی او نامتو افغان  شاعر سید شمس الدین مجروح دزوى ستر فیلسوف او پروفیسور  سید بهاالدین مجروح او دغه راز دهېواد دیوبل وتلی او نامتو شاعر ګل پاچا الفت دزوى عزیز الفت په څېر دافغانستان ستر ملی ،تاریخی ، ادبی ، علمی اوسیاسی شخصیتونه هم په نښه کړی او شهیدان کړی  دی ، بلکې په پاکستان کې  یې دافغان طالبانو دپخوانى مشر ملامحمد عمر اخوند په څېردنورو میلیونونو افغانانو وینې  هم تویې کړی ، په مرموزه توګه یې وژلی او خپله خاوره یې پرې آبآده کړې او ژغورلې ده او پرمټ یې آن له اټومی قدرت څخه هم برخمن شو،چې دسیاسى شنونکو اونورو کارپوهانو په اند کېداى شى چې دغه اټومى بمونه دپاکستان  د روزل شویو ترهګرو لاس ته ورشی اوبه استعمالولو سره یې ټوله نړۍ له تبآهۍ سره مخ کړی او د۲۰۰۱ زېږدیز کال دسپټمبر میاشتې دیوولسمې دزړه در دوونکې پېښې په پرتله دنړۍ زیاتو خلکو ته مرګ ژوبله واړوی . په پاى کې ستره غوښتنه داده چې افغان دولت باید له مرستندویو هېوادونو او خیریه موسسوسره دپوره همغږۍ له مخې له بهره هېوادته دراستنوشویوکډوالو او دغه راز په هېوادکې دبې ځایه شویو هېوادوالو او همدارنګه ترڅنګ یې به بهر کې دافغان کډوالو دستونزو داوارولو لپاره له خپل ټول زور او ځواک څخه کار واخلی اوله دې لارې دې دهغوى ستونزو او اندېښنو ته دتل لپاره دپاى ټکى کېږدی اوپه دې توګه دغه ډول ټولو لالهاندو، سرګردانواو محتاجو هېوادوالوته دسترو اورښتینو خدمتونودسرته رسولوجوګه شی .شاولی قرار شینوارى

ممکن است شما دوست داشته باشید