روزنامه هیواد

د ذهنی فشار پر مهال د ژورې ساه اخیستو ګټې

زىاتره خلک په ورځنی ژوند کې غوسه کېږی او له ذهنی فشار سره مخ کېږی ، چې دا بىا زىاتره وخت ناوړه پاىلې لری. په لىکنه کې د ذهنی فشار په وخت کې د ژورې ساه اخىستو په اړه خبرې شوې دی.

د انسان د بدن داخلی برخې ټولې پلان شوې او هر حرکت چې هغو ته تاوان ورسوی، د دې سبب ګرځی ،چې انسان له ذهنی فشار سره مخ شی، داخلی فشارونه او خنډونه لکه ځورونې او نفرت کولى شی د انسان روان ته ضرر ورسوی او له ستونزو سره ىې مخ کړی.

همدارنګه ځىنې ستونزې هم ددې سبب ګرځی، چې انسان له بد حالت سره مخ کړی.ذهنی فشار کولى شی خپګان رامنځته کړی، خپګان بىا بېلا بېل ډولونه لری، ځىنې وخت خپګان پټ وی چې انسان په ورځنىو چارو کې له ځىنو کارونو خوند نه شی اخىستلاى. زىاتره وخت د سندرو اورېدل، د ځىنو انځورونو لیدل او همدارنګه ځىنې نور کارونه کولى شی چې ذهنی فشار رامنځته کړی.

د ذهنی فشار ىو بل ډول دا دى چې اکثره خلک له نېشه یی توکو استفاده کوی. دغه کسان هم له ژونده خوند نه شی اخىستى. دوى هم درملو او روانی مشورو ته اړتیا لری. همدارنګه دوى له فزىکی اړخه هم ډېر ضرر وىنی. په دغه ډول خپګان کې هغه څوک چې په دې ناروغۍ اخته کېږی، ىوازې خپل ځان پرې پېټى نه وی، بلکې د کورنۍ پر اوږو هم دروند بار وی. په دغه حالت کې په دې ډول ذهنی فشار اخته کس هڅه کوی ،چې ځان وژنه وکړی.

د ذهنی فشار د مخنىوی لارې چارې:

د ذهنی فشار دکمولو لپاره ډېرې لارې شته. څېړنو ښودلې چې ۱۱ ځلې د ژورې ساه اخىستل کولى شی ذهنی فشار له منځه ىوسی. مهمه خبره داده ،چې درې ىا څلور ځلې ژوره ساه اخىستل نه شی کولى ذهنی فشار کنټرول کړی، ښه داده چې پوره ۱۱ ځلې ژوره ساه واخىستل شی. همدارنګه ساه اخىستل باىد په داسې ډول وی، چې د هوا جرىان په پوره توګه بدن ته تېر کړو او بېرته ىې وباسو.

د خپلو لاسونو پنجې خلاصې او بندې کړئ: بله لاره چې په دې سره هم ذهنی فشار کمېږی دا ده، چې د خپلو لاسونو پنجې په پوره ډول خلاصې او بندې کړو او ژوره ساه واخلو.

هاىډرتوتراپی هغه چاره ده، چې د فشار په کنټرول کې اغېزمنه تمامیږی. ىو ګىلاس اوبه څښل، او د مخ مىنځل هم کولى شی د ذهنی فشار په کمولو کې مرسته وکړی.

په شنو سىمو کې پلى تګ وکړئ او ارامه موسىقی واورئ:په شنو سىمو کې ګرځېدل، د مرغانو اوازونه او همدارنګه د ارامې موسىقۍ اورېدل مو ذهنی فشار له منځه وړی.ذهنی فشار د تلوېزیون په پرده دلاندې لیکنې په څېر دى،د ذهن ټول حرکتونه لکه د تلوېزىون په پرده د لاندې کرښې تېرېدو په څېر دی. که لىدونکی ورته وګوری هر څه د همغې کرښې په څېر له لاسه ورکوی او تېرىږی، نو که
غواړى،  چې ذهنی فشار مو تر خپلې اغېزې لاندې نه شئ راوستلاى  او د ژوند له نورو برخو مو پاتې نه کړی، لازمه ده چې خپل ذهن مو د ښاىسته انځورونو په راوستو، د ښو خاطرو په ىادولو او ىا هم د ىوه ښه دوست د پىدا کولو په فکر بوخت کړو.

حامد احمدزى

ممکن است شما دوست داشته باشید