روزنامه هیواد

  د دولتی پلاوی او طالبانو ترمنځ خبرې به ښې پایلې ولری

ټولو افغانانو او نړیوالو ته څرګنده ده ، چې دافغانستان ولسمشر دسولې راوستو ته ډېره لېوالتیا لری اوپه دې لاره کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوی. دسولې دمشورتی لویې جرګې جوړېدل ددغو هلو ځلو یوه ښه بېلګه ده. دسولې د مشورتی لویې جرګې دجوړېدلو پرمهال دګډون کوونکو نظرونه واورېدل شول او وړاندیزنه یې ترلاسه شول، چې له طالبانو سره دسولې راوستو خبرې څنګه ترسره شی، چې ښه پایله ولری

دهېواد ورځپاڼې خبریال دفلسفې له کارپوه ښاغلی صاحبزاده سره مرکه کړې ،چې خپرېږی.

 پوښتنه: حکومت لویه مشورتی جرګه جوړه کړه ، ترڅو یو پلاوى وټاکل شی ،چې له طالبانو سره دخبرو بهیر پرمخ بوزی،دسولې د خبرو د ترسره کولو لپاره څومره هیله مندی پیدا شوې ده؟

 ځواب: ټولو ته جوته ده ، چې په افغانستان کې له څلوېښتو کلونو راهیسې جګړه په بېلابېلو نومونو روانه ده او دجګړې د دوام له لارې دغه هېواد او مظلوم افغانان له بېلابېلو بدبختیو ، وژنو ، لوټمارۍ ، ورانۍ او لار وهنې، سره مخ شول.

اوس ګورو،چې خلک ،دولت اونړیوال له بل هر وخته د سولې راوستو ته لېوالتیا اوهیله مندی لری. دهرې جګړې پاى سوله ده، دجګړې له لارې هېڅکله سوله اوثبات نه شی راتلاى. له کلونو کلونو راهیسې دافغانستان پیچلی اوکړکېچن حالات دجګړې د دوام او پرمخ بیولو له لارې نه دی حل شوی ،خو کله چې ښکېلې خواوې سره ناستې دی او خبروته یې غاړه ایښې ده مثبت بدلون راغلى دى.

 ده زیاته کړه: دامریکا اوطالبانو ترمنځ دسولې راوستو خبرې روانې دی اوشپږمه دوره یې په بریالیتوب سره پاى ته ورسېده ، د وروستیو خبرو د دوام لپاره هیله مندی ډېره شوې ده. په بل پړاوکې طالبانوته په کاردی ،چې دافغانستان د حکومت له پلاوی سره خبرې وکړی ، ترڅو دسولې راوستو لپاره زمینه برابره شی،ځکه اصلی لورى په خبروکې همدغه لورى دى. نو دحکومت دپلاوی په جوړښت او ترکیب کې باید دهېواد د بېلابېلو طبقو او طیفونو کسان شتون ولری لکه مدنی ټولنه، مجاهدین ،عام خلک ،ځوانان ، ښځې او د دولت استازی ، په پلاوی کې باید کارپوهان برخه ولری، چې پرحقوقی، سیاسی او ټولنیزو چارو پوه وی او وتوانېږی چې دخبرو له اصلی اړخ سره په مهارت خبرې پیل کړی .هغه کسان چې خبرې پرمخ بیایی هغوى باید د مذاکراتو مخکینۍ تجربه ولری.

 پوښتنه: طالبانو چې وړاندې دسولې خبرو ته غاړه نه ایښوده ، ستاسو له انده له دې وروسته څه دریځ باید غوره کړی؟

 ځواب: افغان دولت او طالبان دواړه افغانان دی که چېرې طالبان له خپلو شخصی ګټو تېر شی او د حقانیت او روغې جوړې لاره غوره کړی او سربېره پردې د نړیوالو معاهداتو په منلو سره له دولت سره دخبرو بهیر پرمخ بوزی ، نو زه ډاډه یم ، چې په لنډه موده کې به په هېواد کې سوله اوثبات منځ ته راشی. طالبان دافغانستان د دولت له پلاوی پرته دنورو هېوادونو له استازو سره دخبرو د ترسره کولو له لارې هېڅ څه نه شی ترلاسه کولى. دافغانستان دولت ځواکمن دى.

دا هم منم ، چې په افغانستان کې امریکا ښکېله ده، خو که طالبان خپله تکیه په خبرو کې پرامریکا وکړی ، نوهېڅکله به سولې ته ونه رسېږو، امریکا دسولې دخبرو دغښتلی کولو لپاره رول لوبولى شی، خو دافغان دولت په نه شتون سره دسولې راوستو څرګ نه لګېږی، نو طالبان باید دافغان دولت له پلاوی سره دسولې راوستو خبروته غاړه کېږدی اوس په افغانستان کې قدرت او واک دافغانستان دخلکو په لاس کې دى.طالبانو ته په کاردی، چې په بېلابېلو پړاوونو کې د دولت له پلاوی سره خبرې وکړی، په دې توګه به له دغسې خبرو څخه ښې لاسته راوړنې ولرو. دا چې طالبان له بهرنیانو سره خبرې کوی دا ښه کار دى ، خوپه کورنۍ برخه کې دافغان دولت له پلاوی سره باید د سولې راوستو خبرې شریکی کړی ،ترڅو یو بین الافغانی میکانیزم منځ ته راشی.

 پوښتنه: دامریکا داستازی ښاغلی خلیلزاد دسولې راوستو هلې ځلې ترکومه د ډاډ وړ دی؟

ځواب: دامریکا داستازی ښاغلی خلیلزاد هلې ځلې دسولې راوستو لپاره دستاینې وړ دی. ده په دې لاره کې بریالى رول لوبولى دى، خو ځینې  نیمګړتیاوې یې هم دسولې راوستو دخبرو په بهیر کې درلودې. نېمګړتیاوې په خبروکې دا وی ،چې له طالبانو سره د پردې تر شا خبرې کېدلې ، چې کورنۍ او نړیواله مېډیا دښاغلی خلیلزاد اوطالبانو له خبرو نه خبرېده، چې دوى څه وویل؟! په خبرو کې به دا ښه واى، چې ښاغلی خلیلزاد له طالبانو سره  دخپلو خبرو رپوټ د رسنیو په واک کې ورکړى واى او ددې ترڅنګ دولت یې هم دخبرو د ترسره کولو پر بهیر پوه او خبرکړى واى ، په خواشینۍ سره ،چې دا کار نه دى شوى او یو څه نیمګړتیا دخلیلزاد دخبرو په څرنګوالی کې لیدل کېده.

دښاغلی خلیلزاد نور رول بریالى و. سربېره پردې مذاکره دامریکا دګټو دساتلو لپاره وه، نه دافغانستان دګټو لپاره دا هم یوه نیمګړتیا وه ، چې باید مخنیوى یې وشی.

د افغانستان دحکومت راتلونکې او د طالبانو د ونډې اخیستو مسئله په امریکا پورې اړه نه لری، دا دافغانستان  ددولت کار دى، موږ اساسی قانون لرو. په دغه قانون کې دا مسایل حل دی اویا داچې باید تعدیل راوستل شی.

 بیاهم زه وایم،چې دا کارونه په  افغانانو پورې اړه لری.

 پوښتنه: د پاکستان ، ایران، روسیې ،قطر او عربستان دهېوادونو همکاری په افغانستان کې د سولې راوستوله بهیر سره څنګه ده؟

 ځواب: افغان جګړه یوازې کورنۍ جګړه نه ده ، بلکې ددې ترڅنګ سیمه ییزه او له سیمې دباندې جګړه ده، دنړۍ د دوو قدرتونو ترمنځ هم سیالی ده،. نو له دغو قدرتونو ،ګاونډیو او دسیمې له هېوادونو سره او سربېره پردې له چین اوهند سره مذاکرې او خبرې مثبته نتیجه لرلى شی. زما له آنده دغه هېوادونه هم د جګړې د درولو پلویان دی اوپه دې پوهېږی چې په افغانستان کې روانه جګړه دهېچا په ګټه نه ده.     نوری

ممکن است شما دوست داشته باشید