روزنامه هیواد

د دوحې کنفرانس ځنډېدل د امریکا د هلو ځلو لپاره په شاتګ دی

ټاکل شوې وه په قطر کې د افغانانو خپلمنځی خبرې چې لومړی پړاو یې په مسکو کې ترسره شوی، د روانې اپرېل پر ۲۰ او ۲۱مه ترسره شی. (( نیویارک ټایمز” دوحه کې د افغانانو خپلمنځۍ غونډې په تړاو وایی دا غونډه وروسته له هغه د نامالومې مودې لپاره وځنډېده چې طالبانو وویل د گډونوالو په نوملړ کې د افغان حکومت د استازو شمېر ډېر دى.ورځپاڼې د غونډې ځنډېدل افغانستان کې د جگړې ختمولو لپاره د امریکا هلو ځلو لپاره یو شاته تگ بللی.د خبرو د سمبالوونکی بنسټ مشر سلطان برکات ورځپاڼې ته ویلی له ټولو غاړو د نه ستومانه کېدونکو او پر ښه نیت ولاړو هلو ځلو سره سره ټولو ته د ونډې پر ورکړې یوه  گډ پوهاوی ته سره و نه رسېدل. نوموړی ویلی ټولې غاړې د توپیرونو پر لېرې کولو کار کوی.ورځپاڼه وایی د خبرو ځنډېدل یو ناڅاپی و. د ورځپاڼې په وینا، لسگونو افغان چارواکو چې وړمه ورځ یې قطر ته د سفر تکل کړى و هماغه ورځ سهار وختی پر رسنیو یو نوى خپور شوى نوملړ ولید چې طالبانو ته د نژدې سرچینو له لوری ډاگیز شوى و. وروسته له هغه قطر ته ټیلیفونونه وشول او وویل شول د افغان پلاوی سفر نه کېږی.د ورځپاڼې په وینا افغان حکومت وویل چې د پلاوی نوملړ کې بدلون د منلو نه دى، خو طالبانو بیا هم له دغه پلاوی سره له کتنې انکار کاوه.برتانوۍ ((گارډین)) ورځپاڼې د یوې افغان مېرمنې کیسه راخیستې چې وایی طالبانو له دې امله په دورو یا متروکو وهلې چې چادرۍ کې یې د دې د سترگو پټولو لپاره جالۍ نه وه. ورځپاڼه وایی دې ښځې سره دا پېښه د سرپل په سنچارک ولسوالۍ کې شوې.په دغه سیمه کې د ورځپاڼې په وینا طالبان په دغه سیمه کې د سختو شرعی قوانینو د پلی کولو هڅه کوی. گارډین لیکلی دا ښځه چې دوى یې نوم عزیزه یاد کړى یو له څلورو مېرمنو ده چې په دې وروستیو کې له شریعته د سرغړونې په تور د طالبانو له لوری په عام محضر کې په دورو وهل شوې ده.ډېر ځله داسې ادعاوې او ځینېویډیوگانې مخې ته راغلې چې ظاهراً د طالبانو د ولکې په سیمو کې سړیو او ښځو ته په عام محضر کې سزا ورکول شوې.دې ښځې ویلی طالبانو یو مارکېټ یا بازار کې ولیده چې چادری یې پر سر وه، خو چادرۍ یې د سترگو د پوښلو جالۍ نه لرله، دې ویلی چې طالبانو په دُرو ووهله او بې هوښه شوه. ورځپاڼه وایی په متروکو د ښځو د وهلو دا پېښې داسې مهال مخې ته راځی چې دا ډله په رسمی ډول هڅه کوی داسې وښیی چې گواکې مېرمنې هم په دغه غورځنگ کې شاملې دی. که څه هم ډېر ځله داسې ادعاوې او ځینې مهال ویډیوگانې مخې ته راغلې چې ظاهراً د طالبانو د ولکې په سیمو کې سړیو او ښځو ته په عام محضر کې سزا ورکول شوې، خو په دې تړاو د طالبانو غبرگون نشته چې دغه راز پېښې یې په دغه سیمه کې رد یا تایید کړې وی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید