روزنامه هیواد

د دوحې په مذاکراتو کې پرمختګ باید اغېزمن وی

سره له دې، چې په افغانستان کې د جګړې لمن تر هر بل وخت ډېره پراخه شوې او په کې د افغانانو وژنې او زیانونه تر بل هر وخت ډېر شوی، خو بیا هم وېیل کېږی، چې ګنې په دوحه کې د افغان او طالب پلاویو ترمنځ په مذاکراتو کې پرمختګ شوی دی؟ پوښتنه دا ده، چې کوم پرمختګ، ایا دا پرمختګ چې په لړ کې یې د طالبانو بریدونه او یرغلونه پراخ شوی؟! په همداسې حالت کې د افغانانو پر مرګ ژوبلې نړیوالې اندېښنې ښکاره شوې دی، سره صلیب ویلی، چې په افغانستان کې د ملکی وګړو مرګ ژوبله لوړې کچې ته رسېدلې ده، ترهګریز بریدونه او هدفی وژنې نور هغه څه دی، چې د هېواد امنیت، ثبات او پرمختګ یې له خنډ سره مخ کړی دی، طالبان درګرده ټولګټې پروژې ورانوی او آن لویې لارې او سړکونه یې پر بل مخ اړولی دی! دا نه انسانیت دی نه افغانیت او نه هم د جګړې اصول. دې ته په کتو سره اسلامی نړۍ دا جګړه حرامه بللې ده. اسلامی نړۍ په تازه بیان کې ویلی، چې د افغانستان جګړه له اسلام سره په ټکر کې ده او هېڅ جواز نه لری، خو طالبان بیا هم دې جګړې ته زور ورکوی. په همداسې حالت کې د افغان حکومت د مذاکراتی پلاوی غړې فوزیه کوفی وایی، دا ګنګوسې ناسمې دی ، چې ګواکی بین الافغانی مذاکرات له خنډونو سره مخ دی.د هغې پر وینا په دې ورځو کې مذاکرات او د دواړو پلاویو ترمنځ خبرې نوی پړاو ته داخلې شوې دی او د پرمختګونو هیلې ډېرې دی.کوفی وایی ژر به د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتی پلاوی ترمنځ د هوکړې پرهغه مواردو خبرې وشی چې په اړه یې اندېښنې موجودې دی.هغې په مشخص ډول نه دی ویلی، چې د کومو مواردو په اړه اندېښنې شته.خو دا هم باید روښانه شی، چې ایا طالبان به له افغان مرکچی پلاوی سره هوکړې ته ورسېږی او یا به هم د دې لپاره خبرو ته حاضر شی؟ دا اندېښنه ځکه ښیوو، چې د قطر په پروسه کې څه ناڅه دری میاشتې وړاندې طالبان له افغان مرکچی پلاوی سره د امریکا او نړیوالې ټولنې په همکارۍ او مرسته مخامخ کړای شوی، خو دوی لا هم د سولې مذاکراتو پر ځای جګړې ته زور ورکړی دی. سیاسی او پوځی شنونکی وایی، چې سږ کال دا جګړه د نورو کلونو په پرتله ډېره پراخه او سخته شوې ده!دې جګړې نه یوازې خپل ارزښت بایللی، بلکې پر ستر بشری جنایت او افغانی ناورین هم بدله شوې ده. که په دغه راز حالت کې د قطر مذاکرات له سره پیلېږی او یا هم د آغلې کوفی په خبره نوی پړاو ته داخلېږی، نو باید ژر تر ژره یې اغېزې حس کړای شی، په دې مانا چې جګړه دې ودرول او اوربند دې وشی، دا نه یوازې د افغان ملت او افغان حکومت غوښتنه ده، بلکې نړیواله ټولنه هم د دې جدی غوښتنه کوی، امریکا چې له طالبانو سره یې د سولې راوستو لپاره تړون لاسلیک کړی، هم د اوربند غوښتنه کوی او په پرله پسې توګه له دغه تړونه د طالبانو پر سرغړونو اندېښنه ښکاره کوی، ملګری ملتونه، د بشری حقونونو بنسټونه او اروپایی ټولنه تر ټولو لومړی د اوربند غوښتنه کوی او له طالبانو غواړی، چې له القاعده او ټولو ترهګریزو شبکو سره اړیکې پرې کړی او د سولې لپاره دې له ترلاسه شوی فرصته ګټه پورته کړی. برعکس که هغوی جګړې ته زور ورکوی، نو نه یوازې یې افغان ځواکونه ځواب ورکولو ته اړ دی، بلکې ناټو او نړیواله ټولنه به هم د هغوی پر وړاندې له افغان ځواکونو سره تر څنګ درېږی!په هر حال، د قطر مذاکرات باید له کنګل حالته ووزی، طالبان اړ دی، چې د سولې لپاره حاضر او د دې لپاره اوربند وکړی، له دې بله هېڅ لاره نه لری!

ممکن است شما دوست داشته باشید