روزنامه هیواد

د دوحې غونډې د لغوه کېدو په اړه د ارګ اعلامیه

ارګ، کابل- د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت با عزته سولې ته ژمن دی او د سولې د ترلاسه کولو په لاره کې د ټولنې د ټولو اقشارو غږ او استازیتوب د شاملېدو تعهد لری. د قطر کنفرانس لپاره د ګډون کوونکو د نوملړ لپاره د ټولو سیاسی او ټولنیزو جریانونو سره په تفصیلی مشورو کې د یوې غیر حکومتی غوراوی کمېټې پواسطه د نوملړ ترتېب ترسره شو. د اقشارو او جریانونو د تعداد او د هغوی د خورا زیاتې لېوالتیا له کبله د ګډون کوونکو شمېر زیات شو خو د ګډون کچه پراخه شوه. د دوحې سفر لپاره د افغانستان د هیئت د معرفی غونډه چې په ارګ کې دایره شوه، د دې شاهدی ورکوی چې حکومت او د هېواد سیاسی مشران د سولې لپاره ژمن دی او په یو غږ یې د دوحې کنفرانس کې د ګډون لپاره خپل پلاوی د سولې سفیران وبلل او هغوی ته یې د سولې پروسې په دغه لومړی مهم ګام کې د بریالیتوب دوعا وکړه. وروسته له هغې چې د پلاوی د تګ ټولې تیارۍ بشپړې شوې په تعجب سره باید ووایو چې له قطر څخه یو نوی لېست چې د ولس د متوازن شمولیت څخه بې برخې و او د افغانستان د خلکو ملی ارادې او فیصلې ته د بې احترامی په مانا وو، راوستول شو چې دغه کار د افغان ولس لپاره د منلو وړ نه و. نن د هېواد یو شمېر سیاسی مشرانو له جمهور رییس سره په یوه ګډه غونډه کې تصمیم ونیو،چې د قطر حکومت دغه کړنه چې د افغانانو پلاوی دې دوی وټاکی د منلو وړ نه دی او دوی پرېکړه وکړه چې د قطر حکومت څخه وغوښتل شی چې په کنفرانس کې به د افغانستان لخوا ټاکل شوی پلاوی ګډون کوی.داچې د قطر حکومت پدې ونه توانېده چې زموږ دا برحقه غوښتنه عملی کړی نو د قطر حکومت د دوحې کنفرانس لغوه کړ. د افغانستان حکومت او ولس با عزته سولې ته ژمن دی او په راتلونکې کې به هم لکه د تېر په څېر د ولس ددغې برحقې غوښتنې د ترلاسته کولو لپاره خپلې هڅې لا پراخې او ګړندۍ کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید