روزنامه هیواد

د دوحې د غونډې لپاره دې ټولې پلمې ختمې شی!

سره له دې، چې افغان ملت او نړیوالې ټولنې د سولې لپاره د افغان حکومت او طالب ډلې د مرکچی پلاوی ترمنځ د تیاریو هرکلى کړى، خو یو شمېر اخلالوونکې او تخریبی کړۍ هڅې کوی، چې د سولې لپاره دا مهم، برخلیک ټاکونکی او وروستی ګامونه هم له ننګونو سره مخ کړی، دا کړۍ په کور د ننه او بهر فعالې دی او د خپلو ناوړو موخو د دوام لپاره ډېر ترخه تبلیغات کوی او د خلکو ذهنونه او فکرونه خرابوی، چې دا خپله د بشری حقونو نقض دى! دلته په کابل کې یو شمېر کړۍ پر ځاى د دې ،چې د سولې لپاره د وروستیو پرمختګونو ننګه او ملاتړ وکړی، له بده مرغه ،چې د سولې هڅې تخریبوی او له خپلې خېټې داسې استدلالونه را باسی، چې په ښکاره توګه د سولې په مخ کې خنډونه را ولاړوی او آن د طالب له ادرسه بېلابېلې پلمې مطرح کوی، حال دا چې آن طالب ډله هم پرې خبره نه ده!!! دغه راز یو شمېر ډلې ټپلې هم هڅې کوی، چې د سولې لپاره وروستی پرمختګونه نادیده وګڼی او پر داسې کړنو لاس پورې کړی، چې د ملت پام بلې خوا ته وګرځوی!؟ له همدې امله په هېواد کې جګړه روانه ده او دا تبلیغات له ملی ارزښتونو او د ملت له غوښتنو سره په ټکر کې دی او د دښمن په ګټه دی! اوس دا وخت رارسېدلى، چې د سولې لپاره په ټول وس هڅې وشی، یوازې حکومت او طالبان نه ،بلکې په دې ټولنه کې هر وګړى او فرد باید د سولې لپاره کار وکړی ځکه چې دا یې ملی، دینی او اخلاقی دنده ده! دا چې د سولې د خبرو لپاره ډلې غوره شوې او په پام کې ده، چې په دوحه کې له طالبانو سره افغانی پلاوى د سولې خبرو ته کینی، نو اړینه ده، چې د دې غونډې د ښو پایلو لپاره هڅې وشی، نه دا چې دا هڅې بیا هم تخریب شی او په ملت کې ناهیلۍ را پورته کولو ته نوره هم لمن ووهل شی. منو چې د سولې لپاره تیارى لا هم وروستی پړاو ته نه دى رسېدلى او ستونزې به په کې وی، دې ته په کتو سره د ملت استازی، د رسنیو مسوولین، د مدنی ټولنې فعالین او په ټوله کې د ملت خلک باید دا ستونزې په ګوته کړی او د حل لاره یې وړاندې کړی، نه دا چې د حکومت پر تصامیمو وخاندی او هغه فرمایشی وګڼی، داسې نه ده، بلکې د سولې لپاره د مشورتی غړیو لېست هم له بېلابېلو اړخونو څخه په ډېر دقت جوړ شوى او د هرې ډلې کسان په کې له ورایه ښکارېږی، په تېره بیا د ښځو، ځوانانو او یا سیاسی ډلو ونډه په کې غوښنه ده، په هغه لېست کې پر دولتی چارواکو سربېره، د اپوزېسیون غړی، د مدنی ټولنې استازی، ښځې او د رسنیو استازی هم شامل دی. دا لېست به ښایی اوږد وی، خو پرې فکر کول هم ممکن دى ،چې د دې ډلې له زړه بله ډله وټاکل شی او بیا قطر ته ولېږل شی، چې د طالب ډلې له کسانو سره کېنی او د سولې خبرې ورسره وکړی، افغان حکومت د دوحې غونډې ته ۲۵۰ استازی ټاکلی دی، دا ډېر اوږد لېست هم دى،چې په یو وخت یې تګ او راتګ او یا یې هلته د ځاى ځایګی او لګښتونو په اړه باید له سره فکر وشی، په دې طالب ډلې هم نیوکې کړې دی، خو د دغه شان غونډو لپاره قطر مخکې هوکړه کړې چې دسولې د خبرو لپاره هغوى ۲۰۰ کسیز پلاوى هم منلى شی،نو بیا ستونزه نشته. دلته یوه خبره ډېره مهمه ده، چې د طالب استازیو په اړه هم پوره څېړنه وشی، چې هغوى په ریښتینې توګه سوله غواړی او یا د دښمن نفوذی کسان دی، ځکه پر طالب ډله د دښمن پوره تسلط دى او هغوى خپل اهداف پرې بیانوی، کټ مټ لکه تېر کال د مسکو او متحدو اماراتو په غونډو کې ،ځکه د سولې لپاره دا مهم ګام دى او دا لومړی وار دی چې وسله وال طالبان په غیرمستقیمه توگه د افغان حکومت له استازو سره لیده کاته منلی دی. افغان ملت د دې هڅو د زړه له تله هرکلى کوی او دا په نېک فال نیسی!

ممکن است شما دوست داشته باشید