روزنامه هیواد

د داعش ډلې پر تمویلوونکو د امریکا د بندیز هرکلی کوو

د ترهګرۍ پرضد مبارزه نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې او نړۍ په ځانګړې توګه د امریکا لویه او ځنډ نه منونکې دنده ده، دا مبارزه نه یوازې باید د ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوی پر سر راټوله وی، بلکې د ترهګرۍ د ځالو له منځه وړلو لپاره هم وی، خو د دې تر څنګ د ترهګرۍ پر ملاتړیو لوریو، بنسټونونو او کسانو د بندیزونو غوښتنه هم کېږی، چې دا د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره د بشریت لویه او مهمه غوښتنه هم ده! کله چې د ترهګرۍ پر ملاتړیو او مالی بنسټونو فشار راوړل شی، تهدید شی، مالی سرچینې پرې بندې شی او په ټوله کې پرې بندیزونه راشی، نو دا د ترهګرۍ ضد تر ټولو غوره او برخلیک ټاکونکې مبارزه ده!

امریکا په تازه اقدام کې پرهغو شرکتونو او خیریه بنسټونو بندیز لګولی، چې په افغانستان او سوریه کې داعش ډلې ته مالی امکانات برابروی.د امریکا د بهرنیو چارو او مالیې وزارتونو په ګډه پرېکړه کې ویلی، چې په افغانستان کې خیریه بنسټ او په سوریه او عراق کې یې ګڼ شرکتونه تور لېست ته اچولی او د دوی شتمنی یې کنګل کړې ده.سرچینې په خپره کړې اعلامیه کې په افغانستان کې د هغه موسسې نوم چې بندیز یې پرې لګولی او تور لېست ته یې شامل کړی موسسه نجات یاد کړی.د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ټینګار سره وایی، چې دغه بنسټونو په یادو هېوادونو کې داعش ډلې ته مالی امکانات برابرول.دوی وایی: موسسه نجات د داعش د خراسان ډلې په استازیتوب په قطر، عربی امارات، عراق او یو شمېر نورو هېوادونو کې مالی ملاتړ کاوه.داعلامیې پر اساس لومړی به دغه پیسې د بانکی سیستم له طریقه خلیج نه آسیا ته لېږدول کېدې او بیا به د نجات موسسې په جلال آباد کې د داعش پر مشرانو وېشلی.راپورونه د سرچینې له قوله لیکې، چې ډېری عربی هېوادونه هم باید د امریکا ددغه بندیزونو ملاتړ وکړی.سرچینې ویلی، چې عربی هېوادونه هم باید په لېست کې راغلو بنسټونو او شرکتونو ته په خپلو هېوادونو کې د فعالیت اجازه ور نه کړی.

داعش ډله د ترهګرۍ تر ټولو بده پدیده ده، چې په افغانستان، عراق، سوریه او آن ګرده نړۍ کې ترهګریز فعالیتونه کوی، په افغانستان کې د دې ډلې پر مټ پر مذهبی او دینی مراکزو د بریدونو پړه منل کېږی او یا پرې ور اچول کېږی! دا ډله په افغانستان کې د دې ترڅنګ د مذهبی او فرقه یی اختلافونو او یا همد قومونو او ژنبنیو اختلافونو لپاره کارول کېږی، خو په افغانستان کې کومه ډله چې د داعش تر بیرغ لاندې فعالیت کوی، هېڅ د سوریې، عراق او اراپایی داعشی ډلو سره تړاو نه لری، بلکې د داعش په جامه کې د پاکستان، مرکزی اسیا یو شمېر هېوادونو او آن د روسیې کسان د داعش ډلې په نامه په افغانستان کې د روانیو او وژنو لپاره فعالیت کوی، د روسیې او پاکستان څارګرې شبکې ( ای اېس ای او کې جې بی ) په ډېر مهارت سره په دې ډله کې داخلې شوې او په افغانستان کې د یادو موخو لپاره پرې جګړه کوی. په اصل کې دا له طالبانو او نورو ترهګریزو ډلو سره یوځای د پاکستان او روسیې له خوا په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو لپاره کارول کېږی!

موږ د امریکا له خوا د داعش ډلې پر یو شمېر دغو مالی سرچینو د بندیزونو، د زړه له تله هرکلی کوو، دا بندیزونه باید پراخ او په ښه توګه عملی شی، داعش ډله هم باید له ترهګرۍ سره په خپلو ځالو کې له منځه یوړل شی او د دې ډلې تر شا ولاړو هېوادونو، ډلو او نظامونو سره باید حساب وشی، فشار پرې راوړل شی او اړ شی، چې د ترهګرۍ ملاتړ پرېږدی!

اوس نړۍ د پخوا په شان نه ده، نننۍ نړۍ د تخنیک، ټکنالوژۍ او اقتصاد نړۍ ده، چې اړتیاوې او د ژوند وسایل یې د متقابلو اړیکو او د سوداګریزو اموالو او تولیداتو پر تبادله پوره کېږی او په دې کې د ملتونو او نظامونو ګډې او دایمې ګټې نغښتې دی، خو نن د یو او بل په چارو کې د مداخلې او یو د بل په کور کې د جګړې له دوامه د ګټو لټولو مهال پای ته رسېدلی دی. افغانستان د ترهګرۍ له لاسه له ډېر سخت اقتصادی، پرمختیایی او د بېوزلۍ له بحرانونوسره لاس او ګرېوان دی، خو دا ترهګری نه یوازې د افغانستان، سیمې او نړۍ ګټې ګواښی، بلکې دا بشری ضد پدیده ده، چې مخنیوی یې د نړیوالې تولنې ستره او ځنډ نه منونکې دنده هم ده. هیله ده،چې نړیواله ټولنه او په تېره بیا ملګری ملتونه د ترهګرۍ ضد مبارزه وکړی او بشریت له دغه لوی خطره وژغوری!

ممکن است شما دوست داشته باشید