روزنامه هیواد

د  داعش  نوى ولایت  پاکستان ؟!

داچې داعش په عراق ، سوریې ، یمن او سومالیې کې له،  له  شرمه ډکو ماتو وروسته د خپل پخوانی روزونکی ، ملاتړکوونکی او خواخوږی هېواد پاکستان ناولې غېږې ته بېرته مخه وکړه او مکار او دوه مخی پاکستان د پښتنو، بلوڅو، سندیانو او نورو لږ کیو دپه نښه کولو ، ځپلو ، لوټولو او وژلو لپاره دکوزې پښتونخوا په ګډون د پښتنو او بلوڅو په سیمو کې دماتې خوړلو داعشیانو پرخوندى کولو او ځاى پرځاى کولو لاس پورې کړ، نو داعش په ناببره توګه پاکستان دخپل یوه ولایت په توګه اعلام کړ، دافغانستان، امریکا او هند په ګډون دسیمې او نړۍ هېوادونه یې هک پک او حیران کړل او دایې وانګېرل چې داعش او پاکستان یوه بله ګډه لویه او ستره توطئه ده، نو ځکه داعش پاکستان خپل ولایت اعلام کړ داعش ډله،چې ځان د عراق او شام د اسلامی دولت په توګه بولی، پاکستان یې د خپل یوه نوی ولایت په توګه اعلام کړی دی.  داعش دا خبر په خپله تبلیغاتی رسنۍ اعماق کې خپور کړی او د امریکا د پوځ یوه خبری وېب سایټ سلام ټایمز هم تایید کړی دی. سلام ټایمز لیکلی: «داعش د خپلې تبلیغاتی رسنۍ اعماق له لارې د «پاکستان ولایت» د رامنځته کولو اعلام وکړ.‌»  د داعش له خوا خپور شوى یو عکس د دغې ډلې تور بیرغ دپاکستان پریو څلی، چې په لاهور کې یو ملی یادګار دی، ښیی چې ورسره سم یې د سیمه ییزو مقاماتو اندېښنې هم راپورته کړې دی. دا خبر تبلیغاتی بڼه لری، لومړی خو پاکستان ،چې د ترهګرۍ د ملاتړ له امله تر سختو نړیوالو فشارونو لاندې دی هڅه کوی،چې په دغه راز ډنډورو سره د پاکستان د پوځ او څارګرې شبکې له خوا پر پلان شویو ترهګریزو بریدونو پرده واچوی ، چې ګنې پاکستان د ترهګرۍ ملاتړی نه ،بلکې د ترهګرۍ قربانی دی!؟ اوس چې د پاکستانی ملېشو او په تېره بیا د پنجاب دغه مکارې او دښمنانه کړنې افشا شوې او پرضد یې د پښتون ژغورنې غورځنګ غږ پورته کړی، نو خود به د پاکستان او داعش په نامه  داسې خبر خپروی، داعش خو اصلاً د پاکستان په واسطه د برېټانیې او روسیې ګډه پروژه ده، چې غواړی په افغانستان او سیمه کې پرې خپلې ناوړې موخې تر لاسه کړای شی، څو کاله وړاندې امریکایی رسنیو هم  دا مسئله افشا کړه، چې داعش ډله لومړی د پاکستان تر واک لاندې سیمو کې وروزل شوه، بیا د کوټې له لارې قطر او له هغه ځایه عراق او سوریې ته انتقال شوه او هلته یې پرې ملکونه له خاورو سره خاورې کړل، نو دا پروژه  د پاکستان په څېرخپل څښتن لری روسیه خو له پاکستان سره په ګډه داسې هڅې کوی، چې د داعش په نامه ډلې او حرکتونه په افغانستان او سیمه کې ډېر شی، چې بیا داسې ډنډورې خپرې کړی، چې ګنې له افغانستانه د داعش خطر دی او روسیه ګواښی، روسیه په دې ډول د مرکزی اسیا هېوادونه هم ګواښی، چې ګنې د روسیې له واک او اختیار پرته پرې داعش ډله واکمنېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید