روزنامه هیواد

د دارالامان ماڼۍ د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د جشن لپاره تیارېږی

افغان چارواکی وایی: د خپلواکۍ د سلمې کلیزې رارسېدو په ویاړ به د دارالامان په شمول د امانی دورې ګڼې ودانۍ بېرته په پښو ودرول شی.په دې لړ کې د دارالامان ماڼۍ د پروژې مسوول انجنیر جاوېد حماد وایی: دا مهال له زرو زیات کارګران پر ودانۍ درې شفته کار کوی ، چې د شپې او ورځ دکار په نتیجه کې یې ۹۰ سلنه د ودانۍ د رغولو کارونه تکمیل شوی او د اسد (زمری) میاشتې تر ۲۸مې به دا هم بشپړ شی. دارالامان مانۍ ۱۵۵ خونې او درې پوړونه لری، چې څو کاله وړاندې پرې د ولسمشرمحمد اشرف غنی په امر د رغونې کار پیل شو. حکومت وایی: دا ودانۍ که بشپړه شی ، نو په ملی موزیم به یې بدله کړی او یوه برخه به یې د بهرنیو میلمنو لپاره ځانګړې شی.د ارګ د عملیاتی برخې ریاست مسوولین وایی: دا اوس د پغمان په قصرونو، تاج بیک ماڼۍ، جلال اباد شاهی ماڼۍ، پلخشتی جومات، د داوود خان مقبره، دارالامان ماڼۍ،په جلال آباد کې د امیر شهید بڼ سراج العمارت او د امان الله خان په مزار کارونه چټک روان دی او د خپلواکۍ د ورځې تر رارسېدو به یې ټول کارونه خلاص شی.

د دارالامان ماڼۍ تاریخی سیر:

د ۸۰ لسیزې کورنیو جګړو پرمهال دارالامان ماڼۍ ته ډېر زیان واوښت او په پای کې په کنډواله بدله شوه.د دارالامان ماڼۍ د ۱۳۰۴ ۱۳۰۶ لمریزو کلونو کې د پخوانی پاچا امان الله خان پر مهال د جرمنی انجنیرانو تر نظر لاندې جوړه شوه. کله چې دا ماڼۍ جوړه وله، ۱۵۰ کوچنۍ او لویې کوټې لرلی. امان الله خان دا ماڼۍ د خپل دولت د کارونې لپاره په خپل نامه جوړه کړې وه، خو تر دوو کلونو د کمې مودې لپاره یې ترې ګټه پورته کړه او پادشاهی یې ړنګه شوه.په ۷۰ مه لسیزه کې د افغانستان دفاع وزارت له دې ماڼۍ ګټه اخیسته. د ډاکټر نجیب الله د دولت پرضد د پخوانی دفاع وزیر جنرال شاهنواز تڼی په مشرۍ د ۱۳۶۸ کال د دلوې( سلواغې) ۱۶ کودتا کې دا سیمه بمبار شوه او یوه برخه یې له منځه لاړه. د ۸۰ لسیزې کورنیو جګړو پرمهال دارالامان ماڼۍ ته ډېر زیان واوښت او په پای کې په کنډواله بدله شوه او په تېرو دوو لسیزو کې ترې هېڅ ګټه نه ده پورته شوې. د افغانستان ملی یووالی حکومت کابینې د کب میاشتې ۱۹مې په غونډه کې تصویب کړه، چې د کابل ښار په لویدیځ کې د دارلامان ماڼۍ د نږدې ۱۶ میلیونه امریکایی ډالرو په لګښت ورغول شی.ولسمشر محمد اشرف غنی د اطلاعاتو او فرهنګ او ښارجوړونې وزارتونو او د ولسمشرۍ ادارې ته امر کړى و چې د فرهنګی او تاریخی میراثونو د ساتنې، د سیلانیانو د جذبولو او د امانی دورې د معمارۍ را ژوندی کولو په هدف دغه ماڼۍ د پنځو کلونو په موده کې ورغول شی.ښاغلی غنی په وار وار ویلی: باید ډېرې دولتی ادارې د دارلامان سیمې ته ولېږدول شی او په دې سیمه کې د دارالامان په ګډون 

ماڼۍ ورغول شی، چې د افغانستان د پخوانی پاچا امان الله خان (۱۹۱۹۱۹۲۹) مفکوره په حقیقت واوړی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید