روزنامه هیواد

د خپلواکۍ دا څلى محکم وساتئ

د انسان له پیدایښت سره سم د حق او باطل ترمنځ جګړه پیل شوې، په ټولنه کې ځان غوښتونکو او شرخوښوونکو تل له هر ډول ناروا څخه دریغ نه دى کړى چې خپلې شومې موخې ترلاسه کړی. د بشر په تاریخ کې ډېرې جګړې او ناورینونه پیښ شوی، خو په افغانستان کې د وحشتناکې جګړې په څېر چې ددې ملت پر وړاندې له هېڅ ډول جنایت څخه په کې صرفه ونه شوه شاید ساری یې پیدا نه شی.

په دې جګړه کې موږ له داسې یو دښمن سره مخ شوو، چې ټول انسانی ارزښتونه او موازین په کې تر پښو لاندې کېږی. ترورستان په عامه ځایونو کې ځانمرګی بریدونه کوی، بیوزله کورنۍ خپل تنکی ماشومان په دې موخه مدرسو ته لېږی چې زوی یی دینداره او خیر خوښوونکى شی، علم ترلاسه کړی او ټولنې ته خدمت وکړی،خو ترورستان ناوړه ګټه ترې اخلی، د هغه مغز مینځی، انسانی بم ترې جوړوی. ترټولو لومړى په دغو تنکیو ځوانانو رحم نه کوی. د یو بدنام او ناوړه مرګ په کومی کې یې ورکوی او داسې جنایت پرې سرته رسوی چې د سلګونو خلکو د شهادت او ټپې کېدو او د کورنیو د غمجن کېدو لامل کېږی. د مرګ، ظلم، وحشت، جهالت او تیارو د استازو او ددې بې رحمه دښمن د وحشت کچه تاسې له دې ځایه لیدلای شئ.

افغان ملت باید د شیطان، وحشت او جهالت دغه استازی او ډلې پدې نږدې نیمه پیړۍ جګړه کې سم پېژندلی وی. دا ځلې یوه پیړۍ وروسته د یو مبارز ځوان او ملګرو د حق او خپلواکۍ چیغه چې ۱۰۰ کاله وړاندې یې جګه کړې وه باید بدرګه کړی.

هو! د ظلم، وحشت، تعصب پالنې او د تحجر د ډلو د پردیو په خوله هغه بدې کړنې چې ډېر کله یی سړی ته یادول هم آسانه نه وی، زموږ په یاد دی.

دا ځل موږ د رڼا ډیر وړوکی بڅرکی هم نه پریږدو چې خاموش شی اوس د خپلواکۍ او رڼا لاره روښانه ده. دا وار زموږ لاره باید غلطه نه شی. شیطانی او ابلیسانه ډلې باید راته معلومې وی. باید اجازه ورنه کړو او په هېڅ ظلم او د پردیو په زور او غوښتنه باید ونه توانېږی چې زموږ د حق او خپلواکۍ غوښتنې وروستى څلى راونړوی.

دلته د بادار او غلام اړیکه سل کاله وړاندې یو ځوان پاچا نوره ختمه اعلام کړې وه. موږ تعلیم او خپلواکی غواړو. دا هېواد زموږ ټولو ملکیت دی. موږ د منافقت، فساد او تحجر پیش آهنګان نه لرو چې موږ ته تور او سپین رسم کړی. د دې وطن هر وګړی خپلواک او انسانی برابر حق لری. دلته هېڅوک زما پیشوا نه دی، دلته زه خپله پیشوا یم، د خپلواکۍ، ترقۍ او پراختیا لاره راته روښانه ده. مونږ د یوې روښانه راتلونکې په لوری په قوت ځو، د دې وطن خیر خواهان او بد غوښتونکی مو پیژندلی دی. دلته اوس د بحران او ظلمت عناصر معلوم دی. د پردیو د لاس آلې چې په ټول قوت د وطن د غرقیدو لپاره دا څو لسیزې په حرکت کې وی باید پڅې کړاى شی. اوس د خپلواکۍ لاره ډیره پراخه او ډیره رڼا ده. نوی نسل شمع په لاس په دې لاره روان دى. زموږ د خپلواکۍ ټول آثار بیارغیدلی دی. موږ د آزادۍ او پراختیا هر څلی ته په زړه کې ځای ورکړی او د خپلواکۍ او حریت هر اثر او څلى مو په زړه کې  نقش دى. په خپل وطن مین یو او د بشپړې فردی خپلواکۍ ټولو ارزښتونو ته ژمن یو. راځئ د خپلواکۍ دا څلى محکم وساتئ.

محمود مهرووال

ممکن است شما دوست داشته باشید