روزنامه هیواد

د خپلسرو ملېشو قوماندان حکیم شجاعی وژل شوى

په داسې حال کې چې په وسله والو طالبانو پورې تړلې عناصر ادعا کوی چې په اروزګان ولایت کې د خپلسرو ټوپکمارو قوماندان حکیم شجاعی طالبانو وژلى، خو د سیمې اوسېدونکی وایی: وروسته له دې چې شجاعی او ورسره ملګرو خپلسرو وسله والو د دوى پر کلی یرغل وکړ، د کلیوالو په ډزو ووژل شو. حکیم شجاعی، د خاص اروزګان د لسګونو بې ګناه خلکو په قتل تورن و او د حکومت له لوری ظاهراً تر تعقیب لاندې و. د مشرانو جرګې د شکایتونو د کمېسیون رییس محمد حنیف حنیفی، چې په خپله هم د خاص اروزګان اوسېدونکى دى، وایی چې حکیم شجاعی وروسته له دې ووژل شو چې د خاص اروزګان ولسوالۍ پر کونډلانو کلی یې یرغل وکړ. د حنیفی په وینا په یرغل کې د شجاعی او د ده د مرستیال فکور ترڅنګ ۵ تنه نور غیرمسوول وسله وال هم وژل شوی او ۷ نور ژوبل دی. په جګړه کې د سیمې ۷ کلیوال هم وژل شوی او ۵ نور ژوبل دی. د سیمې اوسېدونکی وایی چې په جګړه کې طالبانو هم ورسره مرسته کړې، خو اصلی مقاومت دوى په خپله کړى دى. حکیم شجاعی د اروزګان د ۱۲۰ تنو بې ګناه وګړو په وژلو تورن و او سره له دې چې د نوموړی د نیول کېدو امر شوى و خو حکومت په دې خاطر اقدام نه شواى کولى چې په مرکزی حکومت کې شجاعی مهم پلویان لرل.

ممکن است شما دوست داشته باشید