روزنامه هیواد

د خوش تېپې د کانال، کونړ او پکتیکا ته د برېښنا د لېږد او د سب سټېشنونو د جوړولو تفاهم لیکونه لاسلیک شول

د افغانستان د اسلامی  جمهورىت د جمهور رییس محمد اشرف غنی په حضور کې د خوش تىپې د اوبو لګولو او برېښنا د تولىد د کانال، له ننګرهار څخه کونړ او له غزنی څخه پکتىکا ته د برېښنا د لېږد او دسب سټېشنونو د جوړولو تفاهم لىکونه لاسلىک شول.په دې مناسبت په چهار چنار ماڼۍ کې په جوړو شوىو مراسمو کې  چې د حکومت اجرائىه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله او ىو شمېر مقاماتو او د بېلابېلو ادارو مسوولىنو هم حضور درلود، ىاد تفاهم لىکونه د جمهوری  ر یاست ستر سلاکار او د مالىې  وزارت سرپرست ډاکټر محمد هماىون قىومی، د کرنې او مالدارۍ وزىر نصىر احمد درانی، د امرىکا سفىر، د امرىکا د پرمختىاىی ادارې مرستىال،  د اسىا پراختىاىی بانک رییس او د افغانستان د برېښنا شرکت رییس لاسلىک کړل.

د خوش تىپې د اوبو لګولو او برېښنا د تولىد پروژه ۲۷۰ کىلو متره اوږده ده چې ۵۰۰ زره هکتاره کرنىزه ځمکه خړوبوی. دکرنې او انرژۍ وزارتونه او د چاپىرىال ساتنې اداره د دغې پروژې ونډه وال دی. د دغه کانال مطالعه په کندز، جوزجان او بلخ کې د امرىکا د متحدو اىالاتونو د پرمختىاىی ادارې د دوه مىلىونه ډالرو په مالی مرسته په ۱۲ مىاشتو کې بشپړېږی.همدارنګه له ننګرهار څخه کونړ ته د برېښنا د لېږد او د سب سټېشن جوړولو پروژه چې په دوو کالو کې به بشپړه او۲۶ زره کورنۍ  به ورڅخه مستفىدې شی. دغه پروژه د اسىا پراختىاىی بانک د ۶۰ مىلىونو ډالرو په مالی مرسته جوړېږی.له غزنی څخه پکتىکا ته د برېښنا د مزو د غځولو او په پکتىکا کې د سب سټېشن جوړولو پروژه د اسىا پراختىاىی بانک په ۶۰ مىلىونو ډالرو مالی مرسته په دوو کالو کې جوړېږی چې په مرکز ښرنه او ارګون کې به له ۳۰ زره زىاتې کورنۍ ورڅخه مستفىدې شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید