روزنامه هیواد

د خوست چارواکی:  پاکستان د سپېرې ولسوالۍ پر سرحدی سیمو بمباری کړې

وړمه ورځ د خوست ولایت چارواکو وویل: د یاد ولایت د سپېرې ولسوالۍ د سرحدی سیمو له هغو کورنیو سره به بیړنۍ مرستې وکړی ، چې وړمه شپه د پاکستان د پوځ په هوایی بمباریو او د توغندیو په بریدونو کې زیانمنې شوی دی.د سپېرې ځایی اوسېدونکو د تلېفون پر لیکه آزادۍ راډیو ته ویلی، چې د پاکستان پوځ د چهارشنبې له شپې د پولی سره په یو شمېر نږدې کلیو کاڼی، سره ګنډه، پڅه مېله او نورو سیمو باندې هوایی بمبارۍ وکړې او همدارنګه یې ورباندې د درنو وسلو توغندی وتوغول.د خوست ځینو امنیتی چارواکو یو شمېر رسنیو ته ویلی، چې په‌دې بریدونو کې ۳ ملکیان شهیدان شوی او ۸ نور ټپیان شوی. د سپېرې ولسوالۍ اوسېدونکی وایی، چې د بمباریو په سیمه کې، چې پولی سره نږدې دی، ډېری وزیرستانی کډوال اوسېږی او له بریدونو وروسته لسګونه کورنۍ له هغه ځایه نورو خوندی سیمو ته کډه شوی.خوست والی محمد حلیم فدایی وویل، چې د یاد ولایت امنیتی او دفاعی ځواکونه د خپلو سیمو ساتنې ته پوره تیارى لری.د نوموړی پر وینا د سپېرې په سرحدی سیمو یې د پاکستان د پوځی هلیکوپټرو د بریدونو او توغندیو په اړه د افغانستان ملی امنیت شورا او بهرنیو چارو وزارت ته رسمی معلومات ورکړی. فدایی زیاته کړه:(( د هر ډول تجاوز پر وړاندې زموږ امنیتی او دفاعی ځواکونه بشپړه اماده‌ګی لری، خو د اوس لپاره موږ له هغو کورنیو سره عاجله مرسته کوو، چې هغوی د سپېرې په ولسوالۍ کې له خپلو ځایونو بې ځایه شوی او نور ټول موضوعات موږ د بهرنیو چارو وزارت او د ملی امنیت د شورا سره شریک کړی چې هغوی به له خپلو رسمی چینلونو له لارې دغه موضوع تعقیب او مناسب ځواب ووایی.))د عبدالله نور وزیر په نامه کس چې له یادې سیمې یې کورنۍ را ایستلې وایی: په‌دې بمباریو کې د خلکو د مرګ ژوبلې په خوا کې یو شمېر لوی او واړه ګاډی هم له‌منځه ولاړل.د خوست چارواکی او د کورنیو چارو وزارت د رسنیو دفتر د دې برید څخه د اوښتو زیانونو معلوماتو ته حاضر نه‌شول، خو ویې ویل، چې ډېر ژر به د بهرنیو چارو وزارت په‌دې اړه د افغان حکومت مؤقف په ډاګه کړی.دا په‌داسې حال کې ده ،چې وړمه ورځ د تڼیو ولسوالۍ مشرانو یوه جرګه رابللې وه او په‌دې یې مشوره وکړه، چې څرنګه ولس او قومونه خوست لوری ته د پاکستانی پوځیانو د احتمالی مخته تګ مخه ونیسی.سپېره او د تڼیو ولسوالۍ یو بل سره جوختې د ډیورنډ کرښې پر پوله پرتې دی.یاده دې وی، تېرکال هم په ورته توګه په ځاځی میدان کې د پاکستانیو پوځیانو او افغان ځواکونو تر منځ چې قومی ملاتړ هم ورسره وو، پر پوله نښتې شوې وې.خوست د افغانستان د سویل ختیځو ولایتونو څخه دى چې ډیورند کرښې سره ۱۸۴ کیلومتره ګډه پوله لری

ممکن است شما دوست داشته باشید