د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د خوست د هوایی ډګر آمر وایی: د خوست د هوایی ډګر له جوړېدو سره به د دغه ولایت کرنیز او نور محصلات د نړۍ بېلابېلو برخو ته په آسانۍ صادر شی.د افغانستان د ملکی هوایی چلند ادارې په اعلامیه کې ویلی، چې د خوست هوایی ډګر به ډېر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شی.د خوست د هوایی ډګر امر عبدالصمد تڼیوال وایی: (( د خوست تولیدات، په ځانګړې توګه ځڼغوزی او غوزان (چهارمغز) به په آسانۍ د نړۍ هېوادونو، اروپا او جرمنی ته صادرېږی. له دې هوایی ډګر به خلک حج ته هم ځی. خوست به په راتلونکی کې د افغانستان د سوداګرۍ یو څلورلاری وی.))د ملکی هوایی چلند اداره وایی: دغه هوایی ډګر د ۱۰ کلونو پر مهال، په پنځو پړاوونو کې د ۱ میلیارد او ۸۰۰ ملیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.