روزنامه هیواد

د خوست د امنیه قوماندان د شهادت په اړه مطبوعاتی اعلامیه

ارګ، کابل: په خواشینۍ سره چې د افغانستان دښمنانو د خپلو جنایتونو په دوام د روژې په دې مبارکه میاشت کې د سرک غاړې ځای پرځای شوی ماین په چاودنه کې د خوست امنیه قومندان مل پاسوال سیداحمد بابازی له خپل سکرتر او ساتونکی سره شهید او دوه نور سرتېری ټپیان کړل.جمهوررئیس غنی د دغې پېښې د غندلو پرمهال وویل، جنرال بابازی د هیواد د صادق او زړور بچی په توګه د خپلو هیوادوالو د امنیت او خوندیتوب په موخه د قدر وړخدمتونه وکړل او په همدغه مقدسه لاره کې یې خپل ځان نذرانه کړ چې موږ او ټول هیوادوال یې د وطنپالنې او سرښندنو قدردانی کوو.په دغه نازک پړاوو کې چې له یوې خوا مو هیوادوال تحمیلی جګړې او له بل لوری د کرونا ویروس خپرېدو او د هغې منفی اغېزو ته اندېښمن دی، جمهوررئیس غنی، هیوادوالو او نړۍ والې ټولنې کرونا ویروس سره د موثرې مبارزې او تلپاتې سولې د تامین په موخه بار بار طالبانو ته د بشری اوربند منلو وړاندیز وکړ، خو له بده مرغه طالبانو لا هم له جګړې او د افغانانو له وژلو لاس نه دی اخیستی، هیله ده چې بشری اوربند ومنی.د هیواد جمهوررئیس د شهید مل پاسوال سیداحمد بابازی، د هغه د شهید سکرتر او ساتونکی کورنیو ته د خپلې ژورې ډاډګېرنې او غمشریکۍ مراتب څرګندوی او د خدای تعالی په دربار کې ټپیانو ته د بشپړې روغتیا او شهیدانو ته د فردوس جنت دعا کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید