روزنامه هیواد

د خلکو د بې پروایۍ له امله به کرونا ویروس ناورین وزیږوی!

په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدا کچه ورځ تر بلې لوړېږی او که خلک روغتیایی خبرداری په پام کې ونه نیسی، نو ښایی له جګړې هم سخت انسانی بحران رامنځته کړی. دې ته په کتو سره افغان حکومت د بندیزونو موده تر راروان اختره تمدید کړه. جمهور رییس محمد اشرف غنی په افغانستان کې د کرونا له وبا سره د مبارزې د ارزونې لپاره فوق‌العاده غونډه رابللې وه. دا غونډه د وېډیو له لارې شوې او د کابینې ټولو غړیو او والیانو ګډون په‌کې درلود. په غونډه کې پرېکړه وشوه چې بندیزونه به د روژې د مبارکې میاشتې تر پایه پر ځای وی. همداراز، پرېکړه شوې چې د کابل او ولایتونو ترمنځ مسافر وړونکې الوتنې هم بندې شی. په هېواد کې د کرونا د وبا د لاخپرېدو د مخنیوی لپاره د بندیزونو د وخت د زیاتولو پرېکړه په داسې حال کې کېږې چې په هېواد کې د رسمی شمېرو پر اساس، د ‘کووېډ-۱۹’ ناروغانو شمېر ورځ تر بلې په ډېرېدو دی. د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویلی چې په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کېدا شمېرې نورې هم لوړې شوې دی، ښایی څه ناڅه ۳ زرو ته لوړې شوې وی، چې تر ټولو ډېرې یې په کابل کې دی.د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز دا معلومات وړمه ورځ د کابینې په غونډه کې شریک کړی دی. د عامې روغتیا وزیر خبرداری ورکړی چې دوی ته په تصادفی ډول څرګنده شوه چې ډېر خلک په کابل کې په کرونا ویروس اخته شوی دی. دا د کابل ښاریانو ته جدی خبرداری ،چې د کرونا ویروس جدی وګڼی. وېره ده، چې ښایی یو میلیون وګړی په افغانستان کې په دغه ویروس اخته شی او تر یو لک پورې انسانان له دې کبله مړه شی. د عامې روغتیا وزارت پر خلکو غږ کړی چې د روغتیا وزارت خبرداری جدی وګڼی که نه تر ۸۰ سلنه زیات وګړی به کرونا ویروس ونیسی. په افغانستان کې د کرونا وبا په داسې وخت کې راغلې چې خلک تر سخت اقتصادی فشار لاندې دی. له کوچنیانو سره د مرستې نړیوالې ادارې، سېف د چلډرن په وروستی راپور کې ویلی چې د کرونا وبا تر خپرېدو مخکې په افغانستان کې پنځه میلیونه کوچنیانو بشری مرستو ته اړتیا درلوده. د ملګرو ملتونو سازمان ویلی چې دوه میلیونه کوچنیان چې تر پنځو کلونو کم عمر لری په سخته لوږه کې ژوند کوی. ښایی د دې لپاره نړیوالې مرستې وشی او حکومت هم هڅې کوی، چې د لوږې مخنیوی وکړی، خو د کرونا مخنیوی ستر لومړیتوب دی، چې د دغه ویروس مخنیوی د ولس له همکارۍ پرته ناشونی دی. له بده مرغه خلک له بندیزونو سرغړونې کوی او درګرده وایی، چې ګنې کرونا ویروس له سره نشته!؟ په کابل کې هم سره له دې، چې عمومی سړوکونو بند دی، خو خلکو هېڅ قرنطین مرعات کړی نه دی، د کابل په عامه ځایونو کې لکه پل خشتی جومات، میروس میدان، کمپنی او نور ځایونه لکه سرچوک او میوند جاده همداسې له ګڼې ګونې ډکه ده، خلک هېڅ د کرونا ویروس خطر په پام کې نه نیسی، سره له دې، چې خلک له دغه خطره خبر هم دی او هره ورځ له رسنیو اوری، چې کرونا نړیوال بحران څومره وګړی وژنی، خو بیا هم ولس هېڅ پام ورته نه کوی!؟ منو چې ولس اقتصادی ستونزې لری، خو اقتصادی کړاو له مرګه او له سختې کرونایی ناروغۍ  غوره دی، پر ولس غږ کوو، چې دغه بحران ته په پام سره لږ ګوزاره وکړی او د عامې روغتیا وزارت له خوا ټولې روغتیایی خبرتاوې په پام کې ونیسی! له دې پرته به خدای  مه کړه د کرونا ویروس له امله د بحران پړه خپله پر هغوی وی،چې له دغو خبرداریو سرغړونې کوی!

ممکن است شما دوست داشته باشید