روزنامه هیواد

د خلکو اندېښنې او غوښتنې څه دی؟

افغانستان د خپل تاریخ په اوږدو کې د لویو سیاسی پېښو او بدلونونو ځای پاتې شوی دی.که یې کله هم لنډه موده د آرام ساه اخیستې، نو وروسته یې ناکراری په کلونو او لسیزو اوږده شوې ده.وروستیوحالاتو یو ځل بیا افغانان له داسې حالت سره مخ کړی، چې هرځای د څو کسانو ترمنځ د خبرو سر ټکی دا وی، چې څه به کېږی!؟که څه هم ډېر افغانان وروستیو سیاسی او پوځی بدلونونو حیران کړی او وایی،چې له داسې وضعیت سره د مخ کېدو تصور هم نه کاوه، خو اندېښنې د ټولو یو ډول، مګر فکرونه بېل دی.د کابل اوسېدونکی ۶۶کلن غلام رسول چې په وینایی متقاعد ډګروال دی، د افغانستان اوسنیو حالاتو ته د تاریخ له هېندارې ګوری او ټوله اندېښنه یې د چت د راپرېوتو ده.هغه د تاند د دې پوښتنې په ځواب کې چې د روان وضعیت په هکله څه فکرکوی وویل،چې لویه وېره یې دا ده چې د افغانستان چت راکېنوزی، ده ته نظام ترټولو مهم دی،ځکه یې د چت په نوم یادوی.دی وایی: (( نظام د افغانستان د چت حیثیت لری، که خدای مه کړه، راونړېده نو ټول به لاندې کړی،که هغه هرلوری او هرغاړه وی، تر ټولو لومړی باید نظام وساتل شی،نورې خبرې حل کېدای شی، خو که نظام نه وی،بیا هېڅ هم نشته))کله چې ترې وپوښتل شول،چې آیا وروستیو بدلونونو ته په پام سره د نظام ساتل شونی دی، ویې ویل: (( هو! د زیان مخه چې هروخت ونیسی، ګټه دې ده، پرون له غزنی چا راسره خبرې کولې،ویل یې چې طالبانو ملکی مامورینو ته وېیلی،چې خپلو ادارو ته دې راشی،کار دې پیل کړی،نو سبا که حکومت طالبانو ته ووایی،چې راشئ د افغانستان د ملی اردو برخه شئ، عیب یې څه دی؟ که په خپلو کې په خبرو سره پوه شو هرڅه سمېدلای شی. ))روان ګونګ حالت ځوانان هم اندېښمن کړی،د کابل پوهنتون له اقتصاد پوهنځی فارغ شوی ځوان چې د ادریس په مستعار نامه له تاند سره خبرې کوی، وایی چې له ټولو لویه وېره یې له کورنیو جګړو ده: ((د پلار مې تر اوسه د ژوند بدې خاطرې په کابل کې د کورنیوجګړو د وخت دی، پلار مې کیسه کوی،چې اوړه به یې له چهارآسیاب نه په بایسکېل راوړل. داسې وخت راغلی،چې پیسې یې خلاصې شوې او له بایسکېل پرته یې بل څه نه لرل،حیران و که بایسکیل وپلوری نو اوړه څنګه راوړی. که اوس هغسې حالت راغی، د کابل ۷ میلیونه نفوس به څه کوی؟))روان وضعیت ښځې د ټولنې د تر نورو وګړو ډېرې اندېښمنې کړې دی. سلیمه د کابل په چهلستون سیمه کې د آقا علی شمس د ښوونځی ښوونکې ده. دا وایی، لویه اندېښنه یې دا ده چې که خپله دنده له لاسه ورکړی، نو پر معلول خاوند به یې د ژوند پیټی ډېر دروند شی.دا وایی: ((خاوند مې په یوه پښه معلول او په یوه اداره کې صفا کار دی، د دواړو معاشونه یوازې دومره کېږی چې وخورو او وڅښو او ونه مرو، تر دې زیات موږ هم څه نه دی غوښتی، خو که وزګار شوو او دا حالت هم راباندې ودرېږی، ژوند به ډېر راته سخت شی.))خو بل خوا داسې ځوانان هم شته چې لایې هم هیلې مړاوې شوې نه دی.تمیم چې په وینایی په یوه بهرنی بنسټ کې کارکوی، وایی چې دفتر یې ورته بهر ته د تګ لاره اواره کړې، خو دی نه غواړی چې بهر ته ولاړ شی.ده تاند ته وویل: (( هغه سندره مو اورېدلې چې وایی، این وطن بې ما وطن کی میشود، نه غواړم چې ماشومان مې بل هېواد کې لوی شی،غواړم همدلته پاتې شم ،خدای مهربان دی، پر وطن تر دې هم ډېرې بدې ورځې راغلی، له هرې تیارې وروسته رڼا وی؛ پردی وطن نه وطن کېږی.))افغانان په داسې حال کې خپل راتلونکی ته اندېښمن اوماڼېجن دی،چې وروستۍ ورځې د هېواد او خلکو لپاره برخلیک ټاکونکې ګڼل کېږی او له ښکېلو لورو د افغانانو غوښتنه داده،چې د جګړې پرځای سوله ییزه لاره غوره کړی او روان ناورین ته نور د پای ټکی کېږدی.

ممکن است شما دوست داشته باشید