روزنامه هیواد

د خبریالانو د خوندیتوب لپاره دې پر ترهګرو ډلو فشار راوړل شی

د افغانستان د جمهوری رىاست دوىم مرستىال محمدسرور دانش، د دې هېواد له نړىوالو همکارانو څخه غوښتی، چې پر خبرىالانو باندې د ترهګرو ډلو د برىدونو د مخنىوی لپاره دې، پر دغو ډلو او ملاتړو فشار راوړی.ښاغلی دانش، چې د پنجشنبې په ورځ له خبرىالانو سره د جرمونو د معافىت د پاى ته رسېدو د نړىوالې ورځې په نمانځغونډه کې وىنا کوله ووىل: د افغان دولت پر خبرىالانو او رسنىو باندې د محدودىتونو لګولو او ىا له هغوى سره د تاوترىخوالی د ترسره کولو غوښتونکى نه دى، خو ښاغلی دانش پر خبرىالانو باندې وروستىو برىدونو ته په اشارې ووىل: (( نړىواله ټولنه کولى شی، چې د خبرىالانو د حقونو د خوندىتوب لپاره، له حکومت او رسنىو سره د امنىتی تدابىرو د نىولو په برخه کې مرسته وکړی او همداشان په مخالفىنو او د هغوى پر ملاتړو باندې د فشار راوړلو په برخه کې لا جدی اقدامات و کړی.))د افغانستان د خبرىالانو د خوندىتوب کمېټې د شمېرو په اساس، په ۲۰۱۷ م کال کې ۲۰ خبرىالان او د ۲۰۱۸ م کال په لسو مىاشتو کې ۱۴ خبرىالان په افغانستان کې وژل شوی دی.د دغې کمېټې ریىس نجىب شرىفی ووىل، چې په روان م کال کې د طالبانو او داعش ډلې له خوا ۱۲ خبرىالا وژل شوی دی.ښاغلی شرىفی په غزنی کې د جګړې پر مهال د طالبانو له خوا د د رسنىو د آنټنونو او د افغانستان د ملی تلوېزىون د ودانۍ وىجاړولو ته په اشارې ووىل: (( د طالبانو او داعش ډلې له رسنىو سره په مستقىم ډول په جګړه کې دی))هغه له افغان حکومت او نړىوالې ټولنې څخه وغوښتل، چې له وسله‌والو طالبانو سره د سولې د خبرو پر مهال د خبرىالانو د خوندىتوب مسئله او د وینا د آزادۍ ارزښتونه په پام کې ونىسی.ښاغلی شرىفی دغه راز د خبرىالانو په مرګ‌ژوبله کې د رسنىو مالکان هم ګرم وبلل او زىاته ىې کړه، چې ىو شمېر رسنۍ د ترهګریزو برىدونو د خبری پوښښ پر مهال د خبرىالانو خوندىتوب ته جدی پاملرنه نه کوی.هغه ووىل، چې د افغانستان د خبرىالانو د خوندىتوب کمېټې، د خبرىالانو د خوندىتوب لپاره ىوه کړنلاره هم جوړه کړې، چې له تصوىب وروسته به ىې د رسنىو له مسوولىنو سره شرىکه کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید