روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د خاشقجی د وژلو په تړاو پنځه کسان په اعدام محکوم شوی

د سعودی لویه څارنوالی وایی: د سعودی خبریال جمال خاشقجی د قتل د قضیې په تړاو پنځه کسان په اعدام محکوم شوی دی.د سعودی عربستان چارواکو وړمه ورځ اعلام وکړ چې دری کسان نور په ۲۴ کاله بند هم محکوم شوی.خاشقجی د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لپاره لیکنې کولې او تېر کاله په استانبول کې د سعودی په قونسلګرۍ کې ووژل شو. دې وژنې په نړیواله کچه د سعودی عربستان پر واکمنو غوسه او نیوکې راپورته کړې.د امریکا استخباراتی ادارو ویلی چې د سعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان ددې وژنې امر کړى و.

ممکن است شما دوست داشته باشید