روزنامه هیواد

د حکومت ویندویان له توپیر پرته له رسنیو سره اطلاعات شریکوی

له رسنیو څخه د حکومت د ویندویانو د لیدنې په لړ کې د پنجشنبې په ورځ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز سرپرست او ویندویانو د کابل نیوز تلوېزیون له رهبرۍ پلاوی او کار کوونکو سره وکتل.د حکومت د اطلاعات او رسنیو د مرکز سرپرست، فیروز بشری په دې لیدنه کې د حکومت د ویندویانو په استازیتوب د یو شان اطلاعاتو شریکولو ته په ټینګار سره وویل: د حکومت ویندیان له توپیر پرته رسنیو سره اطلاعات شریکوی او د رسنیو په بحثونو او مرکو کې هم د حکومت په استازیتوب ګډون کوی.ښاغلی بشری زیاته کړه: ویندویان مکلف دی، چې د اطلاعاتو د شریکولو په بهیر کې د هېواد د نافذه قوانینو؛ په ځانګړې توګه اطلاعاتو ته د لاسرسی له قانون سره سم عمل وکړی.حکومت د رسنیو او د حکومت د اطلاعاتی دستګاه ترمنځ د دوه اړخیزه خبرو په رامنځته کولو باور لری.موږ په دې باور یو لکه څنګه چې رسنۍ د حکومت کړنې تر خلکو رسوی، د هغوی بله دنده د حکومتی چارواکو تر غوږو د خلکو د غږ رسول دی.ښاغلی بشری زیاته کړه: د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز هڅه کوی ،چې د خبری غونډو، کنفرانسونو او ځانګړو مرکو په تر سره کولو سره د اړتیا وړ معلومات د رسنیو او خلکو په واک کې ورکړید کابل نیوز تلوېزیون عمومی رییس، جیلانی ځواک له رسنیو څخه د حکومتی ویندویانو د لیدنو په برخه کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز د نوښت په ستاینې سره وویل: په دې ګام سره د حکومت د ویندویانو او رسنیو ترمنځ همغږۍ پیاوړتیا پیدا کوی او اطلاعاتو ته د لاسرسی په برخه کې آسانتیاوې رامنځته کېږی.د دغه تلوېزیون د نشراتو رییس، نذیر احمد سهار له رسنیو؛ په ځانګړې توګه کابل نیوز سره د اطلاعاتو د شریکولو په برخه کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز رول وستایه او زیاته یې کړه ،چې د دغه مرکز د اطلاع رسونې په وضعیت کې ښه والی راغلی دی.په ورته وخت کې د کابل نیوز تلوېزیون د خبر مدیر، احسان الله سهاک، د خبریالانو لپاره د واټس اپ ګروپ جوړېدل، په دوو ژبو د اعلامیو شریکول او له مطبوعاتی پروګرامونو څخه ژوندی نشرات د خبریالانو لپاره ګټور وبللله رسنیو څخه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د رهبرۍ او ویندویانو د لیدنې پروګرام په همدې ډول دوام لری.فیروز بشری وویل: حکومت د بیان له آزادۍ څخه ملاتړ ته ژمن دی او اطلاعاتو ته 

لاسرسی د هر وګړی حق ګڼی. 

ممکن است شما دوست داشته باشید