روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د حزب التحریر فعالیت غیر قانونی دی

 افغان حکومت وایی: د حزب التحریر فعالیتونه په افغانستان کې غیر قانونی دی او پر وړاندې به یې له نظامی تګلارې کار واخلی.د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایی: دغه حزب د افغانستان د قوانینو له مخې، له عدلیې وزارت سره ثبت او راجستر نه دی، نو له همدې امله یې پر غونډو او فعالیتونو بندیز لګول شوی. ده د شپږ نیمو بجو په راپور کې ویلی، چې ددغه ګوند هر ډول فعالیتونه غیر قانونی دی او دوی به یې ډېر ژر پر وړاندې نظامی تګلاره خپله کړی.ده همدا راز تور پورې کړی ، چې حزب التحریر په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له فعالیتونو سره فکری نږدېوالی لری، نو له همدې امله یې پر وړاندې جدی اقدامات کېږی.صالح د یاد ګوند ټولو نږدې کسانو ته خبرداری ورکړی، چې له دې ګوند سره اړیکې پرې کړی، په غونډو او تجمعاتو کې یې ګډون و نه کړی او د کار ددوام په صورت کې یې پر وړاندې جدی او قانونی اقدامات ترسره کېږی.په ورته وخت کې امرالله صالح ویلی، چې ملی امنیت هغه وسله وال طالب نیولی، چې غوښتل یې خبریال ووژنی.د نوموړی پر وینا: ملی امنیت ځواکونو د مِرزاجان په نه مه  هغه طالب نیولی، چې غوښتل یې د کابل ښار دولسمه امنیتی حوزې اړوند سیمه کې خبریال ووژنی.دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د رسنیو د کارکوونکو او خبریالانو پر وړاندې هم تاوتریخوالی زور کړی او په ترڅ کې یې څو خبریالان د نامعلومه وسله والو له خوا په هدفی بریدونو کې وژل شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید