روزنامه هیواد

د جی شل وروستۍ غونډه ولې د خلکو لپاره ډېره له هیلو ډکه نه وه؟

G20  د شلو لویو صنعتی هېوادونو هغه ګروپ دی، چې نه یواځې د نړۍ اوسنی اقتصادی  بهیر، د مالی بازارونو ثبات، بیېو، دلویو پانګو په ترسره کولو ،نړیوالو صنعتی تولیداتو داسعارو په بیو او سوداګرۍ باندې تاثیرلری، بلکې  د بشریت دژوند پرچاپېریال، د وروسته پاتې (پرمختیایی) هېوادونو د خامو توکو په بیېو او ډېرو نورو برخو هم اغېزه  لری. دغه ډله (ګروپ) وروسته له ساړه جنګ څخه، هغه وخت چې نړۍ یوقطبی شوه( وروسته له دې یې یو قطبی والى تر شک لاندې دى !)، مشهوره شوه. د دې ګروپ الهام او پیل اصلاً له   G8 یا G7څخه وشو. G7څوک وو؟

G7 یا د نړۍ اووه ستر صنعتی هېوادونه چې یو مهال روسیه هم ورسره یو ځاى شوه او په G8 ونومول شول، د شلمې پیړۍ له نیمایی وروسته په نړۍ کې د اقتصادی فعالیتونو د پراختیا په لټه کې وو، یعنې په پیل کې دا یو فکر و. په پیل (۱۹۸۶)کې په دې ګروپ کې پنځه  هېوادونه وو( د امریکا متحده ایالات،جاپان، فرانسه، جرمنی او انګلستان). وروسته کاناډا ، اېټالیا او روسیه هم ورسره یوځای شوه. د اوکراین له پېښې وروسته روسیه بېرته له G8څخه ووته، خو په G20 کې غړیتوب لری. د دوى یو بل تازه اقدام په ۱۹۹۹ م کال کې داو چې د شلو هېوادونو په ګډون یو ګروپ (Group of 20) جوړ کړی، نو ځکه یې د پام وړ شلو هېوادونو د مالیې وزیران  راوبلل او د دغه ګروپ بنسټ کېښودل شو، چې په دغه ګروپ کې له پیله ارجنټاین ، استرالیا ، برازیل ، کاناډا ، چین ، هندوستان ، اندونیزیا ، ایټالیا ، جاپان ، مکسیکو، روسیه، جنوبی کوریا، ترکیه ، برېتانیا ، دامریکا متحده ایالات او اروپایی اتحادیه شامل دی. په حقیقت کې د شلمې پیړۍ تر پایه لوى صنعتی هېوادونه همدا وو، چې غوښتل یې نړیوال اقتصادی ثبات ټینګ او په خپل منځ کې روابط  لا پیاوړی کړی. د جی شل په غونډو کې دغړو هېوادونو د مالیې وزیران او د مرکزی بانکونو رییسان برخه اخلی. په وروستی دوه ورځنی کنفرانس کې چې په بوینس آیرس کې جوړ شوى و،  د غړو هېوادونو ډېرو مشرانو هم ګډون وکړ. د دوی بالمقابل د ۷۷ډله د نړۍ وروسته پاتې هېوادونه وو. د سړې جګړې پر مهال څه ناڅه وضعیت ښه و، یوه بلاک ( د سوسیالیستی هېوادونو بلاک)  له زیاترو نویو خپلواکو شویو او بېوزلو هېوادونو سره مرسته کوله او بل بلاک ( ناټو) هم له نوروګڼ شمېر هېوادونو سره مرسته کوله، د ساړه جنګ له پای ته رسېدو وروسته دغه نسبی توازن ګډوډ شو او د چاپېریال او ورپسې د تروریزم ستونزې ، چې د بشریت مشترکه ستونزه او جهان شمول تشویش دی، زیات شو.دصربستان، لواندا، یمن، سوډان،شمالی او جنوبی کوریاګانو، سوریې، عراق، مصراو دې ته ورته منطقوی ستونزو نورهم نړیوال په اندېښنه کې کړل. دا وخت امریکا ګواښ کړی و چې د پاریس له تړونه به وځی (دغه تړون د خوندی چاپېریا ل ساتنې او د صنعتی هېوادونو له خوا د ککړتیا له پرابلم سره د مسوولانه چلند په هکله و)، له بلې خوا یې له یو  شمېر  هېوادونوسره مرستې کمې کړې او په یوشمېر نورو یې اقتصادی بندیزونه ولګول. توقع دا وه ، چې د دوی دغه غونډه (کنفرانس ) به په همدې

مسایلو او په نړیوال اقتصادی ثبات بحث وکړی، خو د دغو بحثونوپر ځای  زیاتره نظامی او سیاسی مسایل اجندا ته ورولوېدل. یو شمېر داسې مسایل چې د معمول پرخلاف وو لکه د خاشقچی دوژنې موضوع، د روسیې له خوا د روسیې په اوبو کې داوکراینی درېیو بېړیو نیول کېدل او د یمن پېښو په دې کنفرانس کې اقتصادی او صنعتی بحثونه تر سیوری لاندې راوستل  او حاشیوی بحثونه ټول سیاسی وو، نه اقتصادی او صنعتی. آن دا چې د کنفرانس په پریکړه لیک کې یې ستونزې پیدا کړې. دوی ته به دغه ډول اجندا مهمه وه، خو د دغې غونډې دایریدو د نړۍ نورو هېوادونو ته صرف د یوه خبر تربریده ارزښت درلود او بس ! کنفرانس پریکړه وکړه ، چې راتلونکى کال (۲۰۱۹) کې به د دې ګروپ( G20) بل کنفرانس په جاپان کې دایر شی، هیله ده راتلونکى کنفرانس د چاپېریال ساتنې په هکله هم ښه تصامیم ولری او د نړۍ د اقتصادی ثبات او دصنعتی پروسې د بهبود لپاره ښه زیرى ولری. که همداسې وشول، نو د ټولو نړیوالو لپاره به له هیلو ډکه وی.

محمد بشیر دودیال

ممکن است شما دوست داشته باشید